هرات ښار د وسله والو طالبانو د ښکاره غونډې کوربه و. دا وسله وال طالبان د یکشنبې په ورځ د دغې ډلې د یوه وژل شوي قوماندان ملا منان نیازي د جنازې د مراسمو له پاره راټول شوي وو.
عبدالمنان نیازی چې له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال و د شنبې په ورځ د هغه ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د ډلې له وسله والو سره په نښته کې ورته اوښتي وو.
له هرات څخه رپوټونه وایي چې د ملا منان نیازي د جنازې مراسم د هرات په ګذرګاه سیمه کې د یو شمېر قومي مشرانو او طالب قوماندانو په ګډون ادا شول.
د رپوټونو له مخې په دې مراسمو کې د ملا نیازي ملګري او د هغه د خورزوی مولوي نصیراحمد نیازي د وژل شوي نیازي د تیرو کارنامو په اړه خبرې وکړې او وروسته د ملا منان نیازي زوی حافظ خالد د خپل پلار ځای ناستی معرفي شو.
ملا منان نیازی د طالبانو له ډلې د جلا شوې ډلې مرستیال و چې د هرات په بیلابیلو سیمو کې له طالبانو سره نښتې کړې دي.
ملا منان نیازی د طالبانو د واک پروخت د دې ډلې یو تند لارۍ قوماندان بلل کیده.
د افغانستان حکومتي مسوولینو د شنبې په ورځ د ملا نیازي مړینه تایید کړه، ویل کیږي نوموړي په وروستیو کې د طالبانو د اصلي ډلې پروړاندې مقابله کې له افغان دولت سره همکاري کوله، خو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.