د پښتو د داستاني ادبیاتو لیکوال « نصیراحمد احمدي» د کرونا له امله مړشو

نجیب مایار
د پښتو د داستاني ادبیاتو لیکوال « نصیراحمد احمدي» د کرونا له امله مړشو

«پښتانه یوازې د هدېرو د ځمکو د اخیستلو له پاره یوه خوله او یو اتفاق دي. هر قوم په ګډه پیسې واچوي، هدېرې ته څو جريبه ځمکه واخلي، کال وروسته هديره ډکه وي، د نوې هدېرې له پاره له سره پیسې ټولې کړي.

پښتون د ژوند له پاره هېڅ وخت داسې په یوه خوله نه و، نه دی او نه به وي. که وای، زړې هدېرې به دومره ژر نه ډکېدې.»

دا د پښتو د داستاني لیکوال د فیسبوک وروستۍ پوست دی چې د کرونا وبا د تل له پاره  له موږ واخیست.

نصیراحمد احمدي چې په لنډ ژوند کې یې د پښتو داستاني ادبیاتو ته ډېرڅه وکړل او ترډېره به پرې حساب کیږي.

د پښتو ژبې د داستاني ادب لیکوال نصیراحمد احمدي د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۹مه شپه د کابل په یوه روغتون کې ومړ. هغه له څو اونیو را په دېخوا په کرونا اخته او د کابل په یوه روغتون کې بسترو.

د ارواښاد احمدي کورنۍ ته نیژدې کسان وایي هغه له څو ورځو را په دیخوا د روغتون په بیړنۍ څانګه کې بسترو، چې تېره شپه یې ساه ورکړه.

ولسشمر محمد اشرف غني د هغه په مړینه خواشینې ښودلې او د پښتو ژبې په بډاینه کې یې د هغه هڅې ستایلې دي.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي:« نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي پخپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينه يې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده.»

نصیراحمد احمدي د ځوان نسل له لیکوالو و، خو د ژوند په لنډه موده کې یې ډېرڅه او ارزښتناک څه له ځانه پریښودل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د هغه په مړینه خواشینې ښودلې ده. د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال هارون حکیمي پرفیسبوک پاڼه لیکلي:« ‎احمدي په کم وخت کي ‌‌‌‌‌‌ډېر، ارزښتمن، لوړ او روان داستاني آثار وپنځول. ‎د ټولني ذهني تنویر، فکري تعمیر او هیوادپالنه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږه بڼه وپالله. خو لا ‌‌‌‌‌‌ډېر داستانونه سته چي تاریخ کړي یې وای او لا ‌‌‌‌‌‌ډېر تاریخونه سته چي داستان کړي یې وای.‎موږ به یې د فکر، آثارو او یاد درناوی کوو.»

نصيراحمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ١٣٥٣ لمريز کال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالی د ملک غلام رسول په کلاه کې زيږيدلی و.

نوموړی په ١٣٥٨ ل کې ښوونځي  کې شامل شو، تر درېيم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې زده کړې وکړې، وروسته یې کورنۍ کابل ته کډه وکړه او د خوشال خان مینې د سپین کلي په ښوونځي شامل شو.

احمدي تر نهم ټولګي پورې  په سپين کلي ليسه کې درس ولوست وروسته د حبيبې ليسې ته لاړ  او په ١٣٧٠ ل کال کې له نوموړې ليسې څخه فارغ شو.

په ١٣٧١ ل کال په کابل کې د جګړو له امله د دوی کورنۍ بيرته کلي ته لاړه او نصيراحمد احمدي د خان کلاه په متوسطه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. احمدي د تاريخ او جغرافيه د مضمونونو درس ورکاوه او دوه کاله په همدې ښوونځي کې ښوونکی و.

 احمدي په  ١٣٧٦ ل کال کې  د کانکور له ازموینې وروسهت  د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالی شو، يو کال یې پوهنتون ولوست خو د جګړې له امله ترې زده کړه پاتې او ایران ته لاړ او دوه کاله یې هلته مزدوري او شاقه کارونه وکړل.

نصيراحمد احمدي په ١٣۸۰ ل کال کې بېرته هېواد ته راغی او   له ٢٠٠٣ ميلادي کال را په دېخوا د افغانستان تعلیمي پروژو اداره کې دنده تر سره کوله.

 په پيل کې يې خبریال و، خو له تېرو شپږو  کلونو راپه دېخوا د خپرونو ايډيټر و.

چاپ شوي کتابونه:

١_ سړه سيلۍ    د لنډو کيسو ټولګه

٢_ مينه       د لنډو کيسو ټولګه

٣_ د واورې سړی    د لنډو کيسو ټولګه

٤_ بوډا او د لېوانو پلونه      ناول

٥_  رڼا                 ناول

٦_ بړبړوکۍ     نول

٧_  په فلسفه کې تلپاتې پيښې    ژباړه

٨: يوه خبره درته وکم؟!   ناول

۹: جوجو    ناول

۱۰: اغزن سيم     ناول

۱۱:  زرو     ناول

۱۲: د معجزې تيږه     ناول   ژباړه

۱۳: راځئ کيسه وليکو؛ د کيسو د ليکلو په اړه د ليکوال تجربې

١٤: نيکه          ناول

۱۵: بغدادي  پير     ناول

۱۶: پټان ناول

۱۷: اخ، وطنه!   ناول

۱۸: ابوریحان البیرونی   – ژوند ليک

۱۹: کاتب هزاره            ژوند ليک

۲۰: موسی شفیق            ژوند ليک

۲۱: محمد هاشم میوندوال   ژوند ليک

۲۲: اشر  ( د لنډو کيسو ګډه ټولګه ) نصیراحمد احمدی او عبدالواحد رفیعي

۲۳-ټال (ناول)

۲۴- رنګه غوږونه  (ناول)