د کمال خان بند نن پرانیستل کیږي

صبح کابل
د کمال خان بند نن پرانیستل کیږي

جمهوررییس غني د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د کمال خان بند پرانیستې په موخه،نن سهار نیمروز ولایت ته لاړ.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي جمهوررییس غني به په دغه سفر کې د کمال خان بند شهیدانو ته د درناوي په موخه د شیهدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېږدي او کمال خان بند په رسمي توګه پرانیزي او ګټې اخیستنې ته  به وسپارل شي.

په همدې موخه په نیمروز کې بشپړ چمتو والی نیول شوی دی.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې په موخه ټول چمتو والی نیول شوی دی.

د کمال خان بند د ۱۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

 د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي په افغانستان کې د وچکالۍ ګواښ ته په پام سره دا اداره د سطحی او ځمکې لاندې اوبو  د مدیریت په موخه بیلابیلې برنامې تر لاسه لاندې لري چې  د کمال خان بند پرانیستل هم د دې برنامو یوه برخه ده.

د کمال خان بند چې د هېواد یوه لویه او ملي پروژه ده د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې دي.

د کمال خان بند په نیمروز کې د هلمند پرسیند جوړشوی چې د نیمروز حاصل خیزو ځمکو ته اوبه چمتو کړي.

کمال خان بند له ۷  میګاواټو تر ۹ میګاواټه برېښنا  تولیدولای شي، میلونونونه متره مکعب اوبه ذخیره کوي او شا اوخوا ۱۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

دا بند د هغه نومیالي کمال خان سنجرابی په نامه نومول شوی چې خوا وشاه اوه سوه کاله مخکې یې په دې سیمه کې ژوند کاوه.

د نیمروز د محلي مسوولینو په وینا  کمال خان سنجرابي د خپل ژوند پروخت د هلمند سیند د اوبو د کابو کولو په موخه د خپل هڅو په لړ کې هلته د اوبو له پاره څو بندونه جوړ کړل، ترڅو د نیمروز حاصل خیزو ځمکو ته د هلمند له سیند څخه اوبه چمتو کړي.

د افغانستان د اوبو د کنترول ملي اداره وایي:« کمال خان شاوخوا اوه سوه  کاله مخکې په هغه سیمه کې اوسېده، ملي، وطن دوست، ولسي او مبارزشخص و، هغه د هلمند اوبو د کنترول په هڅه کې و ترڅو د هغه سیمې د خلکو ژوند بدل کړي او سیستان ورغوي.»

سردارداودخان هم د دغه بند د جوړولو تکل وکړ، خو دې موخې ته ونه رسېد. د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي د ولسمشرمحمد اشرف غني په لارښوونه دا ملي پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.