له قیصاري څخه د ورانکاره فعالیتونو د نه کولو ژمنه اخیستل شوې

صبح کابل
له قیصاري څخه د ورانکاره فعالیتونو د نه کولو ژمنه اخیستل شوې

د بلخ والي وایي له نظام الدین قیصاري څخه ژمنه اخیستل شوې چې په دولتي چارو او عدلي او قضایي موضوعاتو کې به کار نه لري. د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وایي قیصاري په دې لیک کې  چې د امنیتي تړون د طرحې په نامه یادیږي ژمنه کړې چې د امنیتي تړون له ټولو سپارښتنو به اطاعت کوي.

 عظیمي وایي:« د نظام الدین قیصاري او د هغه  ترامر لاندې کسانو څخه د بلخ امنیتي ارګانونو ته شکایتونه شوي و چې د بلخ د امنیې قوماندان او ملي امنیت د رییس په حضور کې را وغوښتل شو او له ډېرو بحثونو وروسته هغه ژمنه وکړه چې په حقوقي، غیرقانوني او د ځمکې پرسر دعواوو کې به مداخله نه کوي.»

عظیمي لیکلي هر څوک چې د ده له نامه څخه په استفادې داسې کارونه کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.  بلخوا په هغه ويديوکې چې په خواله رسنیو کې خپره شوې د بلخ والي په دغه کتنه کې قیصاري ته وایي چې څوک یې په مرګ ګواښلي دي چې نور باید داسې ونه کړي.

په بلخ کې سیمه ییزې سرچینې وایي له قیصاري دا تعهد اخیستل شوی چې امنیتي تړون ته به درناوي کوي، که یې چاته زیان اړولی وي مالي خساره به ورکوي، له دولت سره به همکاري کوي، که یې ځمکه یا کور غصب کړی وي خپل خاوند ته به یې بیرته سپاري، وسله او وسله وال به یوازې د ځان د ساتنې په موخه په قانوني ډول ګرځوي، که چا پرې ادعا وکړه عدلي او قضایي ارګانونو ته به ورځي او خپل پورونه به ورکوي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري  هم منلې چې د قانون او دولت ملاتړی دی او نه غواړي چې څو زورګویي وکړي.

هغه د بلخ له والي سره د خپلې دې ژمنې پخلی کړی دی.« والي صاحب څو مادې ولوستې ما قبولې کړې، د ځان به بیه د دولت ملاتړ کوم.»

 نظام الدین قیصاري دوه کاله وړاندې د ملي امنیت له خوا په فاریاب کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور ونیول شو او شپږ میاشتې وروسته خوشی شو.

قیصاري او هغه ته وفادارو ځواکونو څو میاشتې وړاندې په مزارشریف کې له امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته هم وکړه چې وروسته یې امنیتي ځواکونو د نیولو عملیات وکړل، خو ونه نیول شو او څه موده وروسته په خپله یوځل بیا په مزارشریف کې راڅرګند شو.