د کورنیو چارو وزارت د ښي لاس موټرو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپل موټر ثبت کړي.
د ښي لاس یا پاکستان لاس موټرو د ثبت په موخه د امنیتي سندونو د ویشلو چارې د روان کال د وري میاشتې له درېیمې نیټې پيل شوې او د چنګاښ تر ۳مې پورې به دوام وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دا ډول موټرو خاوندان باید خپل موټر په همدې ۹۰ ورځو کې ثبت او د ګرځېدو له پاره امنیتي سند ترلاسه کړي، له سند پرته د داسې موټرو ګرځول امنیتي سرغړونه ده او له قانوني چلند سره مخ کیږي.
وزارت همدا راز وایي د موټر سایکلونو واردوونکي مکلف دي چې له ګمرک څخه د واردو کړیو موټر سایکلونو له ایستلو مخکې د موټر سایکلونو ترافیکي سندونه ( پلیټ او جوزا سیر) ترلاسه کړي له دې پرته ورته د ویستلو اجازه نه ورکول کیږي.
د کورنیو چارو وزارت وایي که له دې پړاوونو تیرولو پرته له قانوني سندونو پرته موټر سایکلونه د ګرځیدو اجازه نلري او ضبطیږي.