محب: له پاکستان سره د اړیکو پرې کول به کوم زیان ونلري

صبح کابل
محب: له پاکستان سره د اړیکو پرې کول به کوم زیان ونلري

 د ملي امنیت سلاکار وایي له پاکستان سره د اړیکې پرې کول به کوم زیان ونلري، ځکه اوس هم ښه اړیکې نه لري. حمدالله محب وویل نن(شنبه) په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې پاکستان تراوسه په رسمي ډول هغه څه ندي ویلي چې په رسنیو کې د پاکستاني چارواکو په حواله خپاره شوي دي.

ښاغلي محب وویل له پاکستان څخه د داسې یو غیر دپلوماتیک عمل توقع هم نلري. هغه وویل که بیا هم پاکستان داسې کوم اقدام وکړي نو د افغانستان دپلوماتیکه مرجع به یې ځواب ووایي.

یو شمېر رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې پاکستان د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه ساتي.

د سرچینې په وینا پاکستاني چارواکو د دې کار دلیل د ښاغلي محب هغه څرګندونې بللې چې هغه څه موده وړاندې یې په ننګرهار کې د پاکستان په هکله کړې وې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له پاکستان سره د اړیکو پرې کول به کوم زیان ونلري،ځکه د ده  په وینا تراوسه هم ښې اړیکي نلري:« په افغانستان کې د پاکستان مداخله پټه نه ده، موږ غواړو چې دا مساله په ډيپلوماټيکه همکاري حل شي. موږ غواړو چې دوی په رښتيا د افغانانو له وژنې لاس واخلي. دوی همېشه وعدې کړې، خو تر اوسه يې عملي کړې نه دي. اوس ټول پوهېږو چې د دې جګړې تر شا لاس د چا دی.»

هغه د سولې بهیر په اړه وویل چې طالبان سولې ته چمتو نه دي نو ځکه دا بهیر په ټپه ولاړ دی:« طالبانو له ملا هیبت الله څخه دا دوولس مياشتې هيڅ احوال نه دی لرلی. هيڅ معلومه نه ده چې هیبت الله شته که نه شته، نه يې چا غږ اورېدلی او نه چا ورسره ليدلي دي. استخباراتي معلومات همدا تاييدوي.»

د ملي امنیت سلاکار وویل جمهور رییس د سولې په اړه د اجماع د جوړولو په موخه په مشورو پيل کړی دی او دا بهیر به دوام مومي.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وویل طالبانو په جګړې ټینګار کړی، خو سخته ماتې یې خوړلې ده.

ښاغلي ضیا وویل چې طالبان د ځینو سیمو د نیولو په اړه تبلیغ کوي، پداسې حال کې چې حقیقت نلري.

لوی درستیز وویل:« د روان کال د مۍ میاشتې له لومړۍ تر لسمې نیټې پورې ۴۰۵ طالبان په افغانستان کې وژل شوي دي.»

په ورته وخت کې د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج د امنیتي مسوولینو په خبرې ناسته کې وویل  چې القاعده بیرته صحنې ته راځي.