پکتیا کې سلګونه زېرمتونونه او سړې خونې جوړې شوې

نجیب مایار
پکتیا کې سلګونه زېرمتونونه او سړې خونې جوړې شوې

د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په پکتیا کې د کرنیزو پروژو د پلي کولو په لړ کې د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې شوې. د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې اړوند د ۳۵۴ پروژو له ډلې چې کار پرې پيل شوی و د ۲۳۸ کارونه بشپړشوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې د پاتې ۱۱۶ نورو پروژو کارونه ۹۵ سلنه بشپړشوي او په نېژدې راتلونکې کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس  محمدالدین مومند وایي په دې پروژو کې ۸۱ پروژې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې په اډاڼه کې پلي شوې دي.

مومند وایي:« په دې کې ۴۱ د پیازو زېرمتونونه او ۴۰ د کچالیو زېرمتونونه دي.»

د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وینا په دغه ولایت کې ۲۷۳ نورې پروژې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې پلې شوې دي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس وایي :« په دې کې ۹۹ د کچالو، ۵۱ د سپینو پیازو او ۲۷ د سرو پیازو زېرمتونونه شامل دي او ۵۹ د مڼو صفر درجې سړې خونې او ۳۷ ممیزخونې شاملې دي.»

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې له دې ډلې د ۱۵۷ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې ۱۱۶ نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزې ودې په دې پروژو ټولې ۲۸۲ میلیونه او ۸۶۹۴۵۲ افغانۍ لګښت راغلی دی.

د دغه پروژو په بشپړولو کې ۹۰ سلنه ونډه د کرنې وزارت او لس سلنه د هغو کسانو له خوا ورکړل شوې چې له دې پروژو ګټه اخلي او یا ورته جوړې شوې دي.

دا زېرمتونونه او سړې خونې د زرګونه ټنه پیازو، کچالو او انګورو د ساتنې او خوندي کولو ظرفیت لري.

پکتیا د هېواد په هغو ولایتونو کې راځي چې د مڼو او انګورو ډېربڼونه لري او کروند ګر هرکال د نورو توکو ترڅنګ ډېر کچالو او پیاز کري او د دغه کرنیزو توکو له پاره مناسب اقلیم لري.

بزګران او بڼوالان وایي دا زېرمتونونه او سړې خونې به له دوی سره مرسته وکړي چې په یو ځل بازار ته  د خپلو محصولاتو وړاندې کولو ته اړ نه شي او د یوې مودې له پاره یې وساتي. دوی وایي پخوا د زېرمتونونو او سړوخونو د نشتوالي له امله دوی اړ کېدل چې خپل کرنیزمحصولات او مېوې په یوځل بازار ته وباسي او ډېر یې په نیمه بیه وپلوري.

د زیربنایي تاسیساتو او آسانتیاوو د نشتوالي له امله د افغانستان ډېرې مېوې په هماغه فصل کې په ټیټه بیه پلورل کیږي ، خو وروسته بازارونو ته د بهرنیو او په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو کرنیز توکي او میوې واردیږي چې د کورنیو تولیداتو په پرتله دوه برابره په لوړه بیه پیرودل کیږي.

له دې امله بڼوالان او بزګران له اقتصادي پلوه زیانمنیږي او ډېرکله دوی بل کال ته دغه توکو کرلو ته زړه نه ښه کوي.