ولسي جرګه: د ترکیې ناستې ته باید د ټولو د باور وړ پلاوی ولیږل شي

صبح کابل
ولسي جرګه: د ترکیې ناستې ته باید د ټولو د باور وړ پلاوی ولیږل شي

ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د اداري فساد د جرمونو له اطلاع ورکوونکو څخه د ملاتړ د قانون په اړه د جمهوررییس تقنیني فرمان او د قضایه قوې د تشکیلاتو او صلاحیتونو د قانون طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړل.د ولسي جرګې د غونډې په امتیازي وخت کې د جرګې غړو د استانبول په ناسته کې د ګډونکوونکي پلاوي په ترکیب نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې دولت باید داسې پلاوی وټاکي چې د ټولو قومونو او قشرونو استازیتوب وکړي.

دوی وایي چې د ترکیې په غونډه کې باید د نظام پر بقا او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار وشي.

 د جرګې غړو د دې پلاوي په تشکیل کې د ولسي جرګې د غړو پر ګډون ټینګار وکړ او وايي چې د سولې په ټولو چارو کې باید ملي شورا رغنده رول و لري او له پامه و نه غورځیږي.

ځینو غړو د کابل په ګډون په ولایتونو کې په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکوو د کموالي یادونه وکړه او د پوهنې وزارت یې ګرم وباله چې ستونزه یې لاهم نه ده حل کړې.

 ځینو نورو بیا د پاکستان د پارلمان رییس سفر ته په اشارې سره وویل چې د حکومت لخوا د اسد قیصر الوتکې ته د ناستې اجازې د نه ورکولو له امله د افغانانو د میلمنه پالنې له دود سرغړونه شوې او دا موضوع باید جدي وڅیړل شي.

 ځینو وکیلانو د کمال خان بند د جوړیدو وروسته  د ایراني چارواکو څرګندونې د نړیوالو اصولو خلاف او افغانستان ته سپکاوی وباله .