د افغانستان حکومت د طالبانو د درې ورځیني اوربند د اعلان په اړه وایي چې د خلکو ټینګار په واقعي او دایمي اوبند دی.
د افغانستان جمهوری ریاست د طالبانو د اوربند د اعلان په اړه خپره کړې اعلامیه وایي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د طالبانو جړه د دیني لارښوونو خلاف ده او د افغانانو د وژلو د دوام له پاره هیڅ راز شرعي دلیل نلري.
د ارګ اعلامیه وایي تاوتریخوالی، د ملکي وګړو وژنه ، د زیربنا او عامه ځایونو ویجاړول نه یوازې په اختر بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.
اعلامیه وایي طالبانو ته یې پیغام دادی چې سیاسي او استخباراتي موخوته د رسېدو لپاره د افغانانوپر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتول او د وېرې او وحشت فضا د ایجاد لپاره هڅې یواځې د افغانانو د لازیاتې کرکې او نفرت لامل ګرځي:« طالبانو باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتوهم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه وه. »
د جمهوري ریاست له خوا خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د د ایمي اوربند له پاره د خلکو د برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو میز ته وروګرځي.
سرچینه وایي جمهورریس ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکړی چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعات کړي او د تل په شان د افغان ولس د امنیت د ټینګښت هڅې وکړي،خو که دښمن سرغړونه کړي نو د خپلو هېوادوالو په دفاع کې یې دریغ نکړي.