غني: له ډاکټرانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي څارلاندې نیول کیږی

صبح کابل
غني: له ډاکټرانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي څارلاندې نیول کیږی

جمهور رییس غني وایي له چین څخه د کرونا ضد ۷۰۰ زره دوزه واکسین به په نیژدې راتلونکې کې هېواد ته را ولیږدول شي او د اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل په موخه یې په هېواد کې د ننه او بهیر لارې چارې په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د عامې روغتیا له مسوولینو سره د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په غونډه کې پردې سربیره د دولت د نورو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

جمهوری ریاست وایي ښاغلي غني د کرونا دریمې څپې بحران ته په اشارې وویل:«د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسوولیت منلو کې شریک شوو او د دولت رهبري د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالي لپاره هر وخت مرستې ته چمتو ده.»

هغه وویل دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

 جمهور رییس غني په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د شمېر په ډېرېدو سره په ځینو روغتونو کې له ډاکټرانو سره د یو شمېر کسانو د ناوړه چلند خبرونه خپاره شوي دي.

د کرونا د درېیمې څپې په اړه په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې په روغتونونو کې یې د اکسیجن کموالي پوره کولو لپاره منظم پلان ترتیب کړی او یو شمېر روغتونونه د اکسیجن مرکزي سیستم سره وصل شوي، پاتې به هم وصل شي.

ارګ وایي په دې غونډه کې جمهور رییس د ټولنیزو محدودیتونو په اړه د عامې روغتیا وزارت او اړوندې کمېټې یو شمېر وړاندیزونه هم تایید کړي او د ورځنیو کاري فرصتونو د ایجاد لپاره یې د کابل والي او ملي پراختیا شرکت ته د کارموندنې پروژو د پیلولو په اړه لارښوونې وکړې. سرچینې د دغه محدودیتونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.