غني: له جمهوریت پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام له پاره پلمه ده

صبح کابل
غني: له جمهوریت پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام له پاره پلمه ده

جمهوررئیس غني وایي که طالبان د جمهوریت او ولسواکۍ په چوکاټ کې سوله کوي د دوی غیږ ورته خلاصه ده، خو له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

جمهور رییس غني چې د یکشنې په ورځ یې په ارګ کې د پولیسو او ملي امنیت شپاړس منسوبینو ته د مډالونو تر ورکولو وروسته خبرې کولې وویل: « زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکې، آباد، آزاد او خپلواک افغانستان دی، موږ د ډارخلک نه یو، د ټینګې ارادې خلک یو.»

ښاغلي غني د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په نغوتې سره وویل چې په معاصرتاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان له پاره ترټولو «غوره فرصت» برابرشوی دی، هغه ټینګار وکړ چې له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې یې هراړخیز پلان برابرکړی دی.

د جمهور رییس په وینا د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لري او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

جمهور رییس د خبرو په دوام وویل چې په هېواد کې دوه صفونه دي یو د جمهوریت او بل د دښمن:« هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه دریږي، نور ورته په دولت کې ځای نشته.»

 هغه له پاکستان سره د اړیکو په اړه وویل چې اوس د انتخاب وخت دی چې دا هېواد زموږ هوساینه غواړي که نا آرامي.

ښاغلي غني وویل:« د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی، که زموږ هېواد نا آراموي د دوی هېواد به هم نا آرامه وي.»

جمهور رییس غني د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دوهمه درجه دولتي مډالونه ورکړل او د شپږ نیمو بجو غونډو کړنې او اقدامات یې وستایل او دوی ته یې ډاډ ورکړ د ده بشپړ ملاتړ ورسره دی.