د افغانستان د ښارجوړولواو ځمکو وزارت وایي په پام کې لري چې په غزني ولایت کې د ختیځ د فیلسوف او ریاضي پوه ابوریحان البیروني مقبره له سره ورغوي.
د ښارجوړولواو ځمکو وزارت وایي د جمهوري ریاست د لارښوونې له مخې د دغې مقبرې د رغولو د طرحې جوړولو په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیزو چارو معینیت تر نظر لاندې د تاریخي آبدو او جوماتونو د ترمیم او بیا رغولو پروژې آمریت متخصصینو د سیمې له مطالعاتو، سروې او ارزونې وروسته، یوه ځانګړې طرحه جوړه او ولسمشرۍ ته واستوله چې تایید شوه.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي:« د دې مقبرې طرحې ترکیب د غزنویانو او اسلامي معمارۍ په سبک جوړ شوی او پلان یې یو اته ضلعي ستوری دی چې له بهرامشاه منار څخه یې یې بیلګه اخېستل شوې ده.»
خبرپاڼه وایي: په دې طرحه کې د ښکلا په موخه د سلطان مسعود له منار څخه هم الهام اخیستل شوی او په لوړه برخه کې یې هڅه شوې چې د لېندیو بڼه یې له اسلامي مډرنو معماریو څخه ورته والي ولري چې ښکلا یې ډېره شي.
د ښارجوړولو وزارت دغه راز وایي: په دې طرحه کې هڅه شوې چې د ستر فیسلسوف او ستوري پیژندونکي ابوریحان البیروني کړنې او لاس ته راوړنې هم منعکسې شي او دا چې هغه د ختیځ په مهمو ستور پيژندونکو کې شمېرل کیږي، نو
په پام کې ده چې د دې طرحې په پلي کېدو سره د مقبرې په چت کې د « لمریزې منظومې» تر څنګ د لمر رڼا فېلټر او شمسي منظومې سیوری هم جوړ شي چې دا چاره لېدونکیو ته د هغه د ستور پېژندنې انځور بیانوي.
د ابوریحان البیروني د مقبرې په پروژه کې چې پر ۷۲۰۰ متره مربع ځمکه په غزني ښار کې جوړېږي مقبره، د ټکټ پلورلو ځای، د ساتونکیو خونه، عصري تشنابونه، تمځای، پلې لارې او زرغونې سیمې شاملې دي چې په «نږدې راتلونکي» کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
د ختیځ نامتو فیلسوف او ریاضي پوه ابوریحان البیروني په ۳۵۲ ه ل کې په بیرون سیمه کې زږیدلی او د سلطان محمود غزني د زوی سلطان مسعود په ټولواکمنۍ کې په ۴۲۷ ه ل کې وفات شوی دی.
تاریخي اسناد ښیي چې هغه د خپل وخت مشهور فیلسوف، ستور پيژندونکی، کمیاپوه او ریاضي پوه و.