د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه ګوښه او پر ځای یې حشمت الله شهیدي کپتان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اصغر افغان څو میاشتې مخکې له زمبابوې سره په لوبو کې د ځینو پرېکړو له امله له کپانۍ لیرې شوی دی.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه وايي:« د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي. په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.»
د کرکټ بورډ اعلامیه وایي چې ژر به د ۲۰ اورونو لپاره نوی لوبډلمشر وټاکل شي. راشد خان اوس په شلو اورونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مرستیال کپتان دی.