له یوه کال را په دېخوا د عادلانه سولې له پاره هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند رهبر صلاح الدین رباني وایي د سولې د ټینګښت په اړه له یوه کال را په دېخوا هره ورځ خبرې کیږي، خو د عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت له پاره کوچنی ګام هم نه دی اخیستل شوی.
ښاغلي رباني چې د جمعې په ورځ( غبرګولي ۱۴مه) د مولوي محمد ایاز نیازي د لومړي تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د روانې شخړې د اصلي لوري یوه برخه د سولې د ټینګښت هېڅ اراده نه لري او د جګړې دوام خپل ماموریت او موخه ګڼي.
رباني زیاته کړه چې د روانې شخړې د اصلي لورو یوه بله برخه د جګړې دوام د خپل اقتدار دوام ګڼي، چې د سولې شعار ورکوي، خو په عمل کې د جګړې چمتو والی نیسي.
صلاح الدین رباني زیاته کړه:« په همدې دلیل موږ هره ورځ تاوتریخوالی او ورانی ګورو.»
هغه وویل د عادلانه او تلپاتې سولې ترلاسه کولو کې، مهمه مسله د کورنیو ستونزو حل او یوې کورنۍ اجماع ته رسېدل دي، هغه څه چې د نوموړي په وینا د هغو کسانو له پاره د درک وړ نه دي چې د ده په وینا حکومت او نظام یې برمته کړی دی.
د رباني د څرګندنو له مخې لوی ګوندونه او اغیزناک سیاسي جریانونه په دې برخه کې دروند مسولیت لري او د روان وضعیت په اړه باید بې تفاوته پاتې نشي.
هغه وویل چې سیاسي ډلې او ګوندونه باید نوره اجازه ورنه کړي:« چې څو کسان د خپلو شخصي ګټو او واکمنۍ د دوام په موخه د جګړې د سختېدو لامل او زموږ خلک قرباني ورکړي.»
د بهرنیو چارو پخواني وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل افغانستان له حساسو شرایطو سره مخ دی او ټول مکلف دي چې له دې وضعیت څخه د وتلو هڅه وکړي.
ښاغلي رباني وویل چې د روان وضعیت په اړه چوپتیا د دغه ناورین له دوام سره مرسته ده چې تاریخ به یې ثبت کړي.