په کابل کې د وارداتي بریښنا پرې شوی مزي بیرته ونښلول شول. د بریښنا شرکت وایي د دغه شرکت د لوړ ولتاژ ډلې د کابل د بریښنا ریاست سره په ګډه د کابل ښار د اوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د وارداتي بریښنا پرې شوې مزي ونښلول او کابل او څو نورو ولایتونو ته بریښنا وصل شوه.
د وارداتي بریښنا یوه ستنه د شنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې په بمونو والوزول شوه چې له امله یې د کابل په ګډون د اتو ولایتونو بریښنا پرې شوه.
د بریښنا شرکت د دغه کار عاملین « د روښنایي دښمنان » بللي او وایي د کابل ښار د اولسمې ناحیې په مربوطاتو او کلکانو کې د یوې بلې ستنې د رغولو اساسي کار چې څو ورځې وړاندې ویجاړه شوې وه دوام لري.
د بریښنا شرکت وایي په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې « د هېواد د دښمنانو او د ملي شتمنیو ورانوونکو» په چاودنو کې د برېښنا ۱۳ ستنې ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.
دغه شرکت ویلي له امنیتي ارګانونو څخه په جدې توګه غوښتنه کوي چې د برېښنا د تأسیساتو او شبکو په ساتنه کې کلکه پاملرنه وکړي، د دې پېښو عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د وارداتي بریښنا د ستنو د نړولو په تړاو څلور کسان نیولي دي.
امنیتي ارګانونو په دې اړه جزیات نه دي خپاره کړي چې دا کسان څوک او د بریښنا ستنې یې په څه موخه په بمونو ورانې کړې دي.