په رسنیو کې د ښځینه کارمندانو کچه اتلس سلنه ټیټه شوې

صبح کابل
په رسنیو کې د ښځینه کارمندانو کچه اتلس سلنه ټیټه شوې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د روان کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارمندانو د کچې په ټیټېدو اندېښنه ښودلې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو د شمېرپه اړه د دوی ترلاسه کړې موندنې ښیي چې د ۱۳۹۹ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو او ښځینه کارمندانو په کچه کې ۱۸ سلنه کموالی راغلی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه دا شمېرې« اندیښمنوونکې» بللې او وایي د خبریالۍ ناوړه وضعیت ښیي.

په روان کال کې د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارمندانو وېره ځکه ډېره شوې چې د رسنیو څلور کارمندانې په مستقیم ډول په نښه او وژل شوې چې په هېواد کې یې د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارمندانو په کار او وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځ په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي دا کمیټه د ټول هېواد په کچه د رسنیو، خبریالانو او رسینو د کارکوونکو شمېرې راټولوي او په دې لړ کې دا ځل په دې شمېرو کې ۹۰ سلنه فعالو رسنیو ونډه اخیستې ده.

 د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې وروستۍ سروې ښیي چې د بیلابیلو لاملونو له امله  له ۳۰۰ ډېرو د رسنیو ښځینه کارمندانو او خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغه خبریالانو او رسنیو د کارمندانو د دندې له لاسه ورکولو لاملونه امنیتي ګواښونه او ځانګړې ډول هدفي وژنې، د کرونا ویروس خپرېدو له امله د معاش کموالی او د رسنیو مالي ستونزې ښودل شوې، چې یا له دندې ګوښه شوې او یا یې استعفا کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي:« د ۱۳۹۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمیرې ښیي چې په ټول هیواد کې ۱۶۷۸ میرمنو د رسنیو په بیلابیلو برخو کې کار کاوه. دا شمیره اوس ۱۳۷۷ ته راټیټه شوې ده، چې ۱۸سلنه کموالی ښیي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د اعلامیې له مخې په رسنیو کې د حاضرو ښځینه خبریالانو او کارمندانو له ډلې یې ۳۲۱ یې خبریالانې او نورې یې کارمندانې دي چې د رسنیو په نورو برخو کې په کاربوختې دي.

دا کمیټه وایي ډېرې ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارمندانې په ترتیب سره په کابل، هرات او بلخ کې دي.

لوګر هغه ولایت ښودل شوی چې یوازې یوه مېرمن په کې رسنیز فعالیت کوي.

 په  نهو ولایتونو ( غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، ارزګان، میدان وردګ او لوګر ) کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته .

د نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل په ګډون د افغانستان په پینځو  نورو ولایتونو کې په رسنیو کې هیڅ میرمن کارنکوي.

 د دغې سروې له مخې  په تیرو شپږو میاشتو کې دوه ښځینه خبریالانې چې پخوا په زابل او پکتیا ولایتونو کې په کار بوختې وې، د امنیتي ستونزو له امله یې خپلې دندې پریښې دي.