د سرحدونو وزیر: د ډیورنډ په اړه د «قریشي» څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده

صبح کابل
د سرحدونو وزیر: د ډیورنډ په اړه د «قریشي» څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده

د افغانستان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود. د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم وایي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي وروستۍ څرګندونې غندي او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې ښکاره مداخله بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و چې ډیورنډ د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت پیژندل شوی دی.

د  افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل:« د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د قریشي څرګندونې د سرحدونو چارو د وزیر په توګه غندم او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان ښکاره مداخله ده.»

ښاغلي صمیم وویل چې د قریشي خبرې یوه دپلومات ته نه بلکې د طالبانو ویاند ته پاتې کېدې او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان څرګندنه لاس وهنه ښیي:« افغانستان درې لسیزې د پاکستان د نیابتي، مخامخ او نا اعلان شوې جګړې قرباني دی، د دې جګړو په هدف ټول پوهیږو او په دې هم پوهیږو چې دا جګړې څوک تمویلوي او د څه له پاره یې تمویلوي.»

د سرحدونو او قبایلو وزیر وایي د قریشي خبرو وښوده چې پاکستان لاهم په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق تعقیبوي او په چلند کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

هغه وویل:« زموږغوښتنه داده چې د افغانستان په اړه له مغرضانه څرګندونو ډډه وکړي، د پاکستان ستونزه داده چې له قوي افغانستان ډاریږي، پاکستان غواړي افغانستان داسې وي چې نه یې ملي حاکمیت پرځای وي، نه یې ارضي تمامیت ته درناوی وشي او نه د خپلو ملي ګټو د دفاع وس ولري.»

د افغانستان حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی وایي پاکستان د خپلو همدې موخو له پاره په افغانستان کې جګړه روانه ساتلې او له هماغه ځایه یې رهبري کوي:« د طالبانو رهبري له کوټې کیږي او د کوټې شورا یې ښه ثبوت دی، د افغانستان خلک هم پوهیږي او نړیوال هم چې جګړه له پاکستان رهبري کیږي، د جګړې مړي کوټې، پیښور، میرانشاه او نورو سیمو ته وړل کیږي چې له دې د پاکستان نیت ښکاري.»

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي افغانستان حکومت مخکې هم دریځ روښانه کړی او بیا یې هم تکراروي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان خلکو له پاره د منلو وړ نه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د ډیورنډ فرضي کرښه او یا اغزن تار یو ولس په دوو برخو نشي ویشلای او د افغانستان داعیه له ډیورنډ کرښې خورا پراخه ده او پاکستان د تار په غځولو نه موخې ته رسیدلي او نه رسیدای شي.