کندهار کې یوه زده کوونکي په ښوونځي کې د محرومیت له امله ځان وژنه کړې ده. سیمه ییز مسوولین وایي د همایون په نامه دغه زده کوونکي په ښوونځي کې د ناسوبتیا له امله په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ترلاسه کړې چې له امله یې په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده.
د کندهار د پوهنې ریاست وایي همایون د دغه ولایت د احمدشاه بابا لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی و. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل :« د ښوونځي د معلوماتو له مخې همایون په روان تعلیمي کال کې ۱۳۳ ورځې غیرحاضري کړې وه، نو ځکه ورته په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.»
ښاغلي صمیمي وویل:« همایون ځان غرغره کړی او اوس د امنیتي ارګانونو مسوولیت دی چې د پیښې په اړه څیړنې وکړي.»
د همایون د کورنۍ غړي وایي چې هغه ښوونځي ته د روغتون تصدیق هم وروړی و، خو له دې سره سره ورته په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. د نوموړي د کورنۍ غړي وایي له دې امله همایون د خونې د پکې په کیبل ځان غرغره کړی او ځان یې وژلی دی.
دوی په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه ولې دومره غیرحاضري کړې وه. په کندهار کې امنیتي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.