د دفاع وزارت: وسله والو غوښتل «حصارک» د فعالیتونو د تنظیم مرکز وګرځوي

صبح کابل
د دفاع وزارت: وسله والو غوښتل «حصارک» د فعالیتونو د تنظیم مرکز وګرځوي

د ننګرهار د حصارک او شیرزادو ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسله والو پاکې شوې دي.

د سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قومان برید جنرال نصیر احمد ساپی چې په حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې یې چاڼیز عملیات رهبري کول وایي: وسله والو مخالفینو د حصارک په هر کیلومتر کې په بېلابېلو بڼو او مهارتونو سلګونه ماینونه ځای پرځای کړي وو.

جنرال ساپي د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل:« سلګونه داسې ماینونه ملي اردو کشف او شنډ کړل چې حتی په جوماتونو کې په قرانکریم کې ایښودل شوي وو.»

هغه وویل چې وسله والو مخالفینو په حصارک کې لارې، روغتیایي مرکزونه، ښوونځي او نورعامه ځایونه په ماینونو وران کړي چې عامه خدمات په ټپه دریدلي.

 د ملي اردو دا قوماندان وایي په حصارک کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې ډیر بهرني وسله والو فعالیت کاوه چې ځانونه یې د کندهار اوسیدونکي خلکو ته معرفي کول.

هغه وایي وسله والو غوښتل د حصارک ولسوالي د خپلو فعالیتونو له پاره مرکز اعلان کړي او له هغه ځایه ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونه نا امن کړي او خپل ورانکاره فعالیتونه ترې همغږي کړی.

 په ورته وخت کې د ننګرهار والی ضیا الحق امرخېل وایي په دغه دوو ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات  دوام لري او وسله وال مخالفین ځپل شوي دي.

امرخېل وایي چاڼیزعملیات به دوام وکړي، د بیارغونې او عامه خدمتونو رسول به پیاوړي شي.

والي وایي شیرزادو او حصارک ولسوالیو ته یې د سکتوري ادارو رییسان لیږلي، ترڅو په نوي کال کې هلته پرمختیایي کارونه پيل کړي.

 هغه وویل: «چې په دې ولسوالیو کې به امنیتي ځواکونه او پاڅونوال تجهیزشي، د حصارک روغتون به سمبال کړي، په شیرزادو ولسوالۍ کې د روغتون د جوړولو کار دوام لري.»

 د حصارک ولسوال کشمیرخان وایي چې په دې ولسوالۍ کې له ډېرو کلونو وروسته اوس یوه خصوصي مخابراتي شرکت کار پيل کړی او مسوولینو ژمنه کړې چې  نور مخابراتي شرکتونه به هم کار پيل کړي.

د حصارک یو شمېر اوسیدونکي وایي روغتون یې کار پيل کړی، خو درمل او تجهیزات په کې نشته.

د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکو له دولت څخه وغوښتل چې د پوهنې، روغتيا، کرنې او پرمختیایي برخو کې دې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.