حکومت طالبانو ته؛ تېروتي یئ نړۍ له موږ سره ده

صبح کابل
حکومت طالبانو ته؛ تېروتي یئ نړۍ له موږ سره ده

د افغانستان حکومت وایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي د نشتوالي حضور مانا دا نده چې هغوی د افغانستان له ملاتړ لاس اخیستی، بلکې دا مفهوم لري چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پرخپل ځان متکي شوي دي.

د جمهور رییس د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي که طالبانو دا فکر کړی وي نو تېروتنه یې کړې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مالي تمویل چارې به د پخوا په شان دوام ولري.

د دغه دفتر ویاند مولوي رحمت الله اندړ وایي:« افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته هروخت په میړانه ولاړ دي او هیڅوک دلته د زور او جبر حکمراني نشي کولای، طالبانو ته به خپله غلط فهمي ډېره درنه تمامه شي او افغانستان نور د تروریزم ځاله نشي کیدای.»

ښاغلی اندړ وایي طالبانو په خپلو کړنو سره بیا بیا په هېواد کې د چور زمینه برابره کړې ده:«طالبانو د خپل زور مطابق هر وخت د جګړې په شدت تمرکز کړی او بیا بیا یي د سیمو په نیولو په نام چور او چپاول ته زمینه برابره کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان دولت سره به یې همکاري او ملاتړ دوام وکړي.

ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشورې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په پیلیدو سره وسله والو طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي او شاوخوا په شلو ولایتونو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل دي.

تردې وړاندې امریکا هم ویلي و چې که طالبان فکر وکړي چې د زور له لارې به د ټول افغانستان واک ترلاسه کړي، نو په نړیواله کچه به منزوي شي. طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.