خپلواک: د سولې له پروسې سره سطحي چلند اوسني وضعیت ته رسولي یو

نجیب مایار
خپلواک: د سولې له پروسې سره سطحي چلند اوسني وضعیت ته رسولي یو

د مصالحې عالي شورا مرستیال اکرم خپلواک وایي د سولي د بیي په اړه تراوسه اجماع نه ده رامنځ ته شوې او د سولې طرحه هم نه ده نهایي شوې.

خپلواک چې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته خبرې کولې وویل د سولې له پروسې سره سطحي چلند شوی دی او له همدې امله داسې وضعیت سره مخ دي چې د سولې په اړه کنفرانس یې نور لغوه کولای شي.

ښاغلي خپلواک وویل د جمهوریت په اډانه کې ټول خلک او هېوادوال د سولې په راتګ موافق دي، خو لاهم د سولې په بدل کې د بیې پرې کولو اجماع نشته او په دې برخه کې حکومت، خلک، سیاستوال او نور خپل جلا دریځونه لري.

د مصالحې عالي شورا مرستیال وایي بل اختلاف د جمهوریت په چوکاټ کې د سولې د پړاوونو په اړه دی:« موږ د مذاکرې مرحله کې یو خو بحثونه داسې کوو لکه جمهوریت کې چې وو.»

خپلواک وویل د سولې د بیې په اړه باید موافقې ته ورسیږو له دې پرته نتیجه نلري:« باید ومنو چې طالب اوس هغه پخوانی طالب نه دی، بلکې دنیا په رسمیت پيژندلی، کله چې په امنیت شورا کې د دوی هوکړه تایدیږي همدا یې د رسمیت پیژندنه ده.»

 د مصالحې عالي شورا مرستیال وویل د سولې په برخه کې دوې طرحې شته یوه هغه ده چې امریکا وړاندې کړې او په هغه کې ټول مسوولیت پر افغانانو اچول شوی ،په داسې حال کې چې دا داخلي مسله نه ده.

خپلواک زیاته کړه:« د امریکا په طرحه کې انتقالي دولت په پام کې نیول شوی چې د ملي شورا په ګډون ځینې ارګانونه ترپوښتنې لاندې راځي، ځکه دولت انتقالیږي، خو موږ د انتقال بهیرغواړو، نه انتقالي دولت چې ملي بنسټونه پرځای وي.»

ښاغلي خپلواک څرګنده کړه دا باید قبوله کړو چې له داسې چا سره مذاکره کوو چې هیڅوک نه مني.

خپلواک وایي په افغانستان کې نړیوال تروریزم اوالقاعده قوي شوې او دا یوازې زموږ مکلفیت نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ مکلفیت باید مشخص شي.

نوموړي وویل:« حکومت چې کومه طرحه وړاندیز کړی دری برخې لري، لومړی  بین الافغاني خبرې، دوهم نړیوال تضمین اودرېیم د نړیوالې ټولنې د مسولیت مشخص کیدلې چې امریکا څه مسولیت لري، نړیواله ټولنه نوره څه کوي.»

هغه زیاته کړه د جمهوریت طرحه داده چې د ملګرو ملتونو، افغانستان او امریکا ترمنځ په یوه درې اړخیز میکانیزم موافقه وشي چې د دغو لورو مسوولیت مشخص شي.

خو ویې ویل چې لا هم تراوسه هیڅ طرحه نه ده نهایی شوې او نظریات راټول شوي ترڅو یوه داسې طرحه  مذاکرې ته یوسو چې د ټولو حقونه پکې خوندي او د ټولو له پاره د منلو وړ وی.

 د مصالحي د عالي شورا مرستیال وایي که په مذاکره کې د انتخاباتو د اصل په اړه موافقې ته ورسیږي او د ملي زعیم غوراوی د خلکو د رایو پر بنسټ ومنل شي، نو په ډېرو برخو کې ستونزې حلیږي او ارزښتونه پرځای پاتې کیږي، خو مذاکرات باید له سخت ځایه پیل کړي.