عبدالله: د بیان آزادۍ په لاره کې به د رسنیو قرباني له پامه ونه ایستل شي

صبح کابل
عبدالله: د بیان آزادۍ په لاره کې به د رسنیو قرباني له پامه ونه ایستل شي

د ملي مصالحې عالي شورا وایي په تېرو شلو کلونو کې ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو په ډېرو سختو شرایطو او ستونزو کې خپله دنده په ډول سرته رسولې او خپل مسولیت یې ښه ادا کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ازادې رسنۍ او ولسواکي د افغانانو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او د دغه ارزښتونو ساتنه او ملاتړ د دوی ملي دنده او مسؤلیت دی.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي:«د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې په برخه کې د هېواد رسنیو ډېر قربانۍ ورکړي، چې دا قربانۍ به یې د سولې په پروسه کې له پامه ونه غورځول شي.»

اعلامیې د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځ د رارسېدو له امله د رسنیو فعالانو، ژورنالیستانو، ورځپاڼه لیکونکو او د هېواد رسنیزو بنسټونو ته مبارکې ویلې او د دوی رول یې ګټوربللی دی:« د ۲۰۰۱ م کال څخه را وروسته په جوړ شوي نظام کې د ولسواکۍ د ارزښتونو په تحقق، د بیان ازادۍ، دولتي پروسو، ملت جوړونې، د فساد سره په مبارزې، د شفافیت د رامنځته کولو او حساب ورکولو او د عمومي افکارو په ترویج کې رسنیو ډېر ګټور رول لاره.»

د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د بیان آزادۍ د لاس ته راوړنو په ساتنه ټینګار کړی چې په وروستیو کې داسې اندیښنې ډېرې شوې چې ګنې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې به دا لاس ته راوړنې زیانمنې شي.