د افغانستان حکومت وایي د ناټو په سرمشریزه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو دریځ وښوده چې له افغان او دفاعي ځواکونو څخه نړیوال ملاتړدوامداره دی.
د جمهور رییس د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي د امریکا او ناټو د سرتیرو د ایستلو له اعلان سره سم په دې ټینګار موجود و چې د پوځي حضور په پای ته رسیدو سره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالو مرسته پای ته نه رسیږي.
ښاغلی اندړ وایي:« له امریکا او نړیوالې ټولنې سره یوه نوي فصل ته داخل شوي یو، هر څه له نیژدې څارل کیږي او اوس افغانستان له نړۍ سره د دولت په دولت اړیکو متقابل درناوی لري.»
د ملي امنیت د سلاکار ویاند مولوي رحمت الله اندړ وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې د مدیریت په برخه کې هم تر بل هروخت ښه شوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شوې ده:« هغه سیمې چې د جګړې په لحاظ د سوق او ادارې له اړخه مناسبې دي انتخاب او په تیرو څلوروویشتو ساعتونو کې له طالبانو دوې ولسوالۍ بیرته نیول شوې دي.»
د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند دغه راز وایي دښمن د بل هر وخت په پرتله خپل تبلیغات ډېر کړي او کوښښ کوي چې د خلکو مورال وځپي.
ښاغلی اندړزیاتوي:« دښمن د هررا راوړاندې کړي ګام زورور پور پري کوي،موږ په نظامي برخه کې د خپلواک مدیریت په لور مزل پیل کړی دی.»
د حکومت دغه لوړپوړی مسوول په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا خبره کوي چې په وروستیو ورځو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې څو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي.