غني: طالبانو د افغانستان زېربناوو ته یو میلیارد ډالره زیان اړولی دی

صبح کابل
غني: طالبانو د افغانستان زېربناوو ته یو میلیارد ډالره زیان اړولی دی

د افغانستان په څلورو ولایتونو هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ کې زربیلابیلې پروژې بشپړې او د سه شنبې په ورځ پرانیستل شوې.

جمهورریس غني په دې مراسمو کې وویل خوښ دی چې د هېواد په څلورو ولایتونو هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار کې زر پروژې ګټې اخیستو ته چمتو شوې دي.

ښاغلي غني وویل چې طالبانو ته ښایي چې د ورانولو پرځای رغولو ته مخه کړي، ځکه په وینا یې خلک یې عمل ته ګوري او بیا قضاوت کوي.

هغه وویل طالبانو د افغانستان زیربناوو ته یو میلیارد ډالره زیان اړولی دی.

جمهور رییس  د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې د ولس ونډه او همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې ډېرې دا پروژې چې پرانیستل شوې د ولسي تړون برنامې په اډانه کې چې د خلکو په ونډه عملي کیږي بشپړې شوې دي.

 غني وویل:« ولسي تړون وسیله نه ده، بلکې د ولسواکۍ ښکارونديي کوي، زموږ د جمهوریت وجودي فلسفه دا ده چې هر افغان د ګډون، مشارکت، نظر او د مدیریت کفایت لري؛ نو د یو ازاد افغانستان لپاره داسې پروګرام ته اړتیا وه چې ټول په کې ځان وګوري.»

ښاغلي غني وویل چې د نړیوالو ځواکونو په آبرومندانه وتلو سره د نړیوالو اړیکو یوفصل پای ته رسیږي او بل پيلیږي.

جمهور رییس غني یوځل بیا د هېواد د اوبو په مدیریت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې چاره به د هېواد دښتې زرغونې او سمسورې شي.