د میدان وردګو د کلیو پراختیا ریاست سرپرست له درېیو همکارانو سره ووژل شو

صبح کابل
د میدان وردګو د کلیو پراختیا ریاست سرپرست له درېیو همکارانو سره ووژل شو

د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې ریاست سرپرست ریاض احمد خلیل له خپلو درېیو همکارانو سره په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

 د میدان وردګو والي عبدالرحمان طارق وایي دا کسان  د کابل د پنځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې هغه وخت د ناپېژاندو کسانو تربرید لاندې راغلل چې دندې ته روان وو.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي د ناپيژاندو وسله والو  دا برید د سه شنبې په سهار نهو بجو او شلو دقیقو په باغ داوود سیمه کې د کلیود  بیارغونې او پراختیا وزارت د کارمندانو په موټر شوی دی.

 د کابل پولیس د وژل شویو کسانو نومونه محمد حبیب، فریدالله، ریاض احمد او بریالی ښودلي دي.

بلخوا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د یوه پیغام په خپرولو سره  دا برید غندلی او وایي د پيښې په قربانیانو کې د میدان وردګ ولایت ‏ریاست سرپرست ریاض احمد خلیل، د ټولنیزو چارو مدیر حبیب الله، انجینیر فرید او  یو موټر چلونکی شامل دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا کسان د هېواد او ولس خدمتګاران او نشتوالی  یې لویه ضایعه بللې ده.

د میدان وردګو ولایت ډیر دولتي کارمندان او په تېره لوړ پوړي چارواکي په کابل کې اوسیږي او سهار میدان ښار ته ځي.

تردې وړاندې هم میدان ښار ته په لاره په دولتي مامورینو وسله وال بریدونه او چاودنې شوې دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی، خو ډېر دا ډول بریدونه د وسله والو طالبانو له خوا کیږي.