ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې په برخه کې د پرمختګ هره هڅه شنډه کړې

صبح کابل
ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې په برخه کې د پرمختګ هره هڅه شنډه کړې

د افغانستان حکومت وایي طالبانو په هېواد کې د افغانانو ترمنځ د خبرو او مذاکرې د هرپرمختګ هڅه شنډه کړې ده. د جمهوررییس د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي طالبانو هره هغه هڅه چې د افغان سولې د برخلیک د روښانتیا لامل کیږي شنډه کړې ده.

د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند مولوي رحمت الله اندړ په تویټر لیکلي:« هره هغه غونډه چې د افغان سولې برخليک پکې روښانه کېږي، دوی يې يا تحريموي، يا يې ځڼدوي او يا داسې شرایط پکې را مخې ته کوي چې سوله سبوتاژ کړي.»

ښاغلی اندړزیاته کړې، طالبان د ټولې اسلامي نړۍ او دیني مراجعو پرخلاف خپلې ناروا جګړې ته دوام ورکړی او ټوله اسلامي نړۍ ناروا ، خو ځان پرحق  ګڼي.

د حکومت دغه مسوول لیکلي:« افغانان نور د جنګ هيڅ توان نه لري، طالبان  یې له کورونو باسي، سنګرونه ترې جوړوي او د مالونو د چور زمينه يې برابروي.»

د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر په داسې حال کې دا غبرګون ښودلی چې طالبانو د افغانستان حکومت د هغه غوښتنې سره مخالفت وښود چې ویلي یې و د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ساتنې او ادارې چارې به د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ترکیې هېواد ته سپارل کیږي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوه ورځ وړاندې د کابل د حامد کرزي له هوایي ډګر څخه د لیدنې پروخت ویلي و چې د دغه هوایي ډګر چارې به د پخوا په شان په معیاري شکل فعالې او مخ ته ځي.

خو د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین نړیوالو رسنیو ته ویلي و چې ترکیه د ناټو سازمان په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتیري بیولي وو او د دوحې د هوکړې له مخې باید له نړیوالو ځواکونو سره یوځای له دغه هېواده ووځي.