دهله د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د اوبو لوی بند دی چې د څو ولسوالیو کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکوي.
د فرانسې خبري آژانس په کندهار کې د سیمه ییزو مسوولینو له قوله ویلي چې د دهلې بند کنترول اوس له طالبانو سره دی.
سرچینه وایي دا بند د اوبولګولو د یوې شبکې له لارې کرنیزو ځمکو او د کندهار ښار په ګډون یو شمېر سیمو ته د څښاک اوبه برابروي.
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په ارغنداب کې یې د دهلې بند په خپل کنترول کې راوستی دی.
دهلې ته د څیرمه ولسوالۍ ولسوال حاجي ګلبدالدین وایي دا بند اوس د طالبانو په کنترول کې دي. هغه دغه نړیوال خبري آژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو مو له حکومت څخه د نورو سرتېرو غوښتنه وکړه، خو ورته پام ونشو او عملي نشوه.
د دهلې بند په داسې حال کې د طالبانو له خوا نیول کیږي چې څو ورځې وړاندې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی او د کندهار په ګاونډي ولایت کې جګړو زور اخیستی دی.
په کندهار کې د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې رییس توریالي محبوبي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې طالبانو د دهلې بند کارمندانو ته خبرداری ورکړی و چې کار ته ورنشي.
په کندهار کې د دغه آژانس یوه خبریال تیره میاشت ویلي و چې طالبانو هغه پل په بمونو ونړاوه چې دهلې بند ته ورغلې لاره جوړ او څو ولسوالۍ یې سره نښلولې.
د دهلې بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د امریکایانو له خوا جوړ شوی و چې لږ ترلږه اوو ولسوالیو کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې کړي.
په ۲۰۱۹ م کال کې د آسیا پرمختیایي بانک له افغانستان سره نیژدې ۳۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړه ترڅو د دغه بند د اوبو زیرمو او نورو برخو کې ولګول شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کندهار کې د ارغنداب د اوبو د مدیریت پروژه پرانیسته.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې دا پروژه د آسیا پراختیایي بانک په ۳۴۸ میلیونه ډالره بودجې سره د کندهار ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو لکه شاهولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایي، میوند او ژړۍ کې پلي کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي ویلي وو چې د دې پروژې لومړني اجرايي چارې په ۲۰۲۰ ام کال کې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۷ ام کال پورې پلي شي.