د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو ته یې سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پروړاندې مبارزې ته چمتو والی ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په انلاین کتنه کې د بیړنیو حالاتو د کمیټې، سرویلانسونو، لابراتوارونو او پوهاوي ورکولو مسوولینو او د عامې روغتیا رییسانو خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل او د کرونا ویروس د درېیمې څپې پروړاندې مبارزې ته یې چمتو والی وښود.
د عامې روغتیا وزارت وایي د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو او کمیټو د رپوټونو تراورېدو وروسته اړونده مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتونو ستونزو د حل په موخه ژر ترژره اقدام وکړي.
ښاغلي مجروح همدا راز د اړونده ادارو له مسوولینو وغوښتل چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې پروړاندې د مبارزې په موخه له نورو ارګانونو سره په همغږي اغیزناکې برنامې چمتو او پلې کړي.
هغه همدا راز په روغتونو کې د اکسیجن پلنت سیستم د لګولو برنامې د تعقیب، روغتیایي کارمندانو ته د روزنیزې برنامې د پیلولو، په ولسوالیو کې د کرونا ویروس د ناروغانو د سمپل اخیستنې او مرکز ته لیږلو په اړه هم سپارښتنې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د کرونا ویروس ضد واکسینو په تطبیق کې د چټکتیا راوستل شي او خلکو ته دې د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي پیغامونه خپاره شي، ترڅو خلک په دې برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړی.