د کابل کانتنینتال هوټل د افغانستان د بېلابیلو زعفرانو د نندارتون کوربه دی. دلته د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې تولید شوي زعفران نندارې ته ایښودل شوي دي.
د افغانستان د کرنې وزارت د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو ځنځیري ارزښت پروژې په نوښت دا نندارتون جوړشوی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وایي زعفران د افغانستان یو با ارزښته توکی دی او په دې وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې کر او تولید د پام وړ وده کړې ده.
احدي چې د نندارتون د پرانیستې پر وخت یې خبرې کولې وویل د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې زعفرانو ته اقلیمي شرایط برابر دي.
احدي وویل:« په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې ۲۱ ټنه زعفران تولید شوي، چې له دې څخه ۲۶ میلیون ډالره عاید ترلاسه شوی دی.»
د افغانستان د کرنې وزیر وایي افغانستان له ایران وروسته په نړۍ کې ډیر زعفران لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د دغه ارزښتناک توکي کر ته د بزګرانو د هڅولو په موخه دغه بنسټ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز په وړیا ډول ورکوي.
دا وزارت وایي د زعفرانو د پروسس او تیارولو په برخه کې یې هم ښې لاسته راوړنې لرلې او په هرات کې یې د زعفرانو یو سمبال لابراتوار او انستیتیوت جوړ کړی دی.
د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو د ځنځیري ارزښت پروژې مسوولین وایي دا پروژه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د زعفرانو د تولید، پروسس، تیارولو، روزنې او پانګوالو او شرکتونو ته د سرتیفیکت ورکولو په برخه کې کار کوي.
په افغانستان کې تولید شوي زعفران اوس د پخوا په پرتله په سیمه او نړۍ کې ښه بازار لري.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو رییس سید زمان هاشمي وایي په روان کال کې هندوستان، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان، امریکا، کاناډا او چین ته ۳۶ ټنه زعفران صادر شوي دي.
د چارواکو په وینا د افغانستان زعفران اوس د دغه هېواد د تولیداتو په نامه په نړیوالو بازارونو کې پلورل کیږي او د قاچاق مخه یې نیول شوې ده.
دا نندارتون په دې موخه جوړ شوی چې کورني او بهرني سوداګر په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري ریاست سرپرست محمد مصطفی مجیدیار وایي دغه وزارت د افغانستان د زعفرانو له پاره د بازار موندنې په برخه کې مشخصې طرحې جوړې کړې او له اقتصادي آتشو سره شریکې شوې دي.
د افغانستان د زعفرانو د کمیټې رییس سمیر متین وایي په دغه نندارتون کې د افغانستان زعفران په دیرشو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
په دغه نندارتون کې نیژدې څلویښتو کرنیزوـ تولیدي او سوداګریزو شرکتونو ګډون کړی دی
د افغانستان زعفران په نړیوالو بازارونو سربېره په هېواد کې د ننه هم ګڼ مینه وال لري.