شیرزاد: دولتي ځواکونه د ارزګان له ګیزاب ولسوالۍ وتلي

صبح کابل
شیرزاد: دولتي ځواکونه د ارزګان له ګیزاب ولسوالۍ وتلي

د ارزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونه وتلي دي. د ارزګان والي محمد عمرشیرزاد وایي له دغې ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونو تکتیکي شاته تګ کړی دی.

شیرزاد د طالبانو هغه ادعا ردوي چې په دغه ولسوالۍ کې لسګونه سرتیري ورته تسلیم شوي او وایي له ګیزاب څخه ټول سرتیری په خوندي ډول وتلي او مصون ځای ته رسیدلي دي.

د ارزګان والي دغه راز وایي طالبانو د ارزګان ولایت په څو ولسوالیو وسله وال بریدونه کړي دي.

 نوموړی وایي په چوره ولسوالۍ هم طالبانو برید وکړ چې له مقاومت سره مخ شول او لاهم هلته خال خال جګړه دوام لري.

شیرزاد وایي په چوره ولسوالۍ کې څلورو سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی او اوه سرتیري ټپيان دي.

 والي وایي په دې جګړه کې پنځلس طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

دغه چارواکی وایي په چنارتو ولسوالۍ هم تېره شپه طالبانو برید کړی چې کومه مرګ ژوبله نه لري.

هغه وایي چورې ولسوالۍ ته کوماندو ځواکونه لیږل کیږي.

خو طالبانو ادعا کړې چې د ګیزاب ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د اردو یو کنډک یې نیولی او ۶۵ سرتیري له خپلو وسلو سره دوی ته تسلیم شوي دي.