افغانستان د امریکا د مرستو د ډېروالي هرکلی وکړ

صبح کابل
افغانستان د امریکا د مرستو د ډېروالي هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت له افغان ځواکونو سره د  امریکا متحده ایالاتو د مرستې د ډېرولو اقدام هرکلی کړی دی.

د جمهور رییس د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي د امریکا متحده ایالاتو له خوا د  ۲۰۲۲ م کال له پاره  د افغانستان له پاره د بودجې زیاتول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه هېواد د ملاتړ دوام ښیي.

د دغه دفتر ویاند مولوي رحمت الله اندړ وایي:« موږ مخکې هم ویلي وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه  په نظامي ډګر کې نور په ځان متکي شوي او د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته به د دوی مرسته او ملاتړ دوام ولري.»

ښاغلی اندړ وایي تېره اونۍ د امریکا متحده ایالاتود ملي امنیت سلاکار جک سالیوان هم له افغانستان څخه د دغه هیواد د ملاتړ په دوام ټینګار درلود او په ۲۰۲۲ کال کې  د افغانستان له پاره د نورې بودجې په پام کې نیول د امریکا د ملاتړ د دوام تازه ثبوت دی.

د افغانستان حکومت دا مسوول وایي:« موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او ګډ کار هوډ لرو او دا موثابته کړې هم ده.»

د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د امریکا ټوله دفاعي وړاندیز شوې بودیجه ۷۱۵ میلیارد ډالر ده چې د مالوماتو له مخې ۳.۳ میلیارده یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې شوې ده.

دا اندازه ۳۰۰ میلیون ډالر تر هغو مرستو زیاته ده چې امریکا تېرکال افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته ورکړې وې.

دا بودجه به د افغانستان د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو په روزنې، سمبالتیا او د هغوی د تاسیساتو په جوړولو ولګول شي.