طالبانو په کندهار کې د ۱۳۰ زره ماشومانو د واکسین مخه نیولې

صبح کابل
طالبانو په کندهار کې د ۱۳۰ زره ماشومانو د واکسین مخه نیولې

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسینو ملي کمپاین به د دوشنبې په ورځ پيل شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي په دې پنځه ورځیني کمپاین کې به په افغانستان کې ټول هغه ماشومان واکسین شي چې له پنځو کلونو لږ عمرلري.
په کابل کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر وایي :« واکسیناتوران ستاسو کورونو ته درځي، خو که کوم ماشوم له دې بهیره پاتې شو نو نيژدې روغتیایي مرکز ته یې ورسوئ.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په دې اړه په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ غونډې درلودې. نا امني او د طالبانو ګواښونه د ماشومانو د واکسین پروړاندې جدي خنډ بلل کیږي.
په کندهار کې د ګوزڼ د بیړني عملیاتو مرکز وایي په پام کې وه چې د ګوزڼ پرضد په اوسني کمپاین کې ۵۶۷ زره او ۶۴۰ ماشومان د ګوزڼ پرضد واکسین شي، خو په میانشین، خاکرېز، غورک، شورابک، معروف، ریګستان او ارغستان ولسوالیو کي طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په مطلق ډول بند کړی او له امله یې په دې سیمو کې ۱۳۰ زره او ۲۳۰ ماشومان له واکسین پاتې کیږي.
د دغه مرکز رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي د پولیو ضد واکسین په دې کمپاین کې په کندهار ښار او ارغنداب، پنجوايي، دامان، ډنډ، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کي کلي په کلي او میوند، شاه ولیکوټ او نېش ولسوالیو کي په قسمي توګه ترسره شي.
پخلا وایي په دې بهیر کې به ۴۲۹ زره او ۶۱۶ له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شي. هغه وایي که طالبان اجازه ورکړي، د دوی ډلې چمتو دي چې دا واکسین تر ماشومانو ورسوي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تراوسه په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۵۳ مثبت پيښې ثبت شوې چې ۳۵ پیښې یې په سویل لودیځه حوزه او ۱۳ یې په کندهار کې دي.
په کندهار کې طالبان یوازې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د پلي کولو پرواندې خنډ نه دي، بلکې د محلي چارواکو په وینا په ځینو سیمو کې خلک هم نه غواړی خپل ماشومان واکسین کړي.
د کندهار والي حیات الله حیات وایي ولایتي اداره په خپل ټول توان هڅه کوي چې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین ساحه پراخه کړي.
هغه له ملا امامانو، قومي مشرانو او ټولو خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او خلک د ګوزڼ په زیانونو وپوهوي.
بلخوا په نیمروز کې چارواکي وایي د ګوزڼ پروړاندې د ماشومانو د واکسین په څلورمه دوره کمپاین کې به په دغه ولایت ۶۸۵۰۰ له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین کړي.
د نیمروز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد هیبت په وینا د پولیو څلورمه دوره کمپاین څلور ورځې وخت نیسې چې په دې موده کې به په زرنج ښار کې ۵۵ زره ، په خاشرود کې۲۵۰۰، په چخانسور کې ۴ زره، په کنګ کې۲۸۰۰ او چهاربرجک ولسوالۍ کې ۴۲۰۰ ماشومانو ته دا واکسین ورکړل شي.
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه مثبت پيښه ثبت شوې ده.