د اوبو د ۴۴ لویو بندونو د جوړولو چارې پیلیږي

صبح کابل
د اوبو د ۴۴ لویو بندونو د جوړولو چارې پیلیږي

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداري وايي، ټاکل شوې ده په  هیواد کې د اوبو د ۴۴ نورو لویو بندونو د جوړولو چارې پيل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک د سه شنبې په ورځ صبح کابل ورځپاڼې ته وویل دغه بندونه به په ۲۱ ولایتونو کې جوړ شي.

ښاغلي خپلواک وویل:« د دغه بندونو قراردادونه به په ثور میاشت کې لاسلیک او په نوبت سره به د یادو بندونو چارې پيل او په ټاکلې نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره  وایی چې د یادو بندونو جوړولو باندې به څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالر لګښت راشي.

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند وایي دا بندونه به ۱۲۰۰ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه کوی، ۹۷ میګاواټه برېښنا به تولید او ۳۲۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبوي.

د دغه ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې په کابل کې د شاه او عروس اوبو بند د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او په نیژدې وخت کې به پکې د اوبو زېرمه  کولو بهیر پيل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو په اساس، په هلمند کې د کجکي، په فراه کې بخش اباد، په پکتیا کې د مچلغو، په غزني کې د سلطان، په زابل کې د توري، په پکتیکا کې د پلتو، په کابل کې د شاه و عروس، په هرات کې د پاشدان، او په ارزګان کې د سراب او شفلوغ هغه بندونه دي چې اوس مهال یې د جوړولو چارې روانې دي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي اوس په هېواد کې په ۱۲ لویو بندونو کار جریان لري چې شاه او عروس او شورابک بندونه به هم ژر ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې د اوبو د ۲۲ نورو بندونو سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې چې راتلونکې کال کې به یې کارپيل شي.

افغانستان کي د چارواکو په وینا دغه هېواد یوازي د خپلو ۳۰ سلنه اوبو په مدیریت توانېدلی او نوري وړیا ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په نیمروز کې د کمال خان بند د روانې میاشتې په څلورمه نیټه پرانیستل شو.

دغه بند د نیمروز د زرنج ښار د سویل په ۱۸ کیلومترۍ کي پر هلمند سیند جوړ شوی چي د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي.