د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژه پرانیستل شوه

نجیب مایار
د ارغنداب اوبو د مدیریت پروژه پرانیستل شوه

په کندهار کې د ارغنداب د اوبو د مدیریت پروژه پرانیسل شوه. د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي وایي دا پروژه په ۳۴۸ میلیونه ډالره بودجې سره د کندهار ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو لکه شاه‌ولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایي، میوند او ژړۍ کې پلي کېږي.

ښاغلي احدي چې د دغې پروژې د پرانیستلو په موخه کندهار ته تللی وویل :« د دې پروژې ټوله بودجه ۳۴۸ میلیون ډالره ده چې د آسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي او ۶۰ میلیون ډالرو په لګښت برخه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت پلې کوي.»

هغه وویل: د دې پروژې لومړني اجرايي چارې په ۲۰۲۰ ام کال کې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۷ ام کال پورې پلي شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي دا د کروند ګرو له پاره د اوبو د تنظیم عملي پروژه او د افغانستان دولت له مهمو برنامو څخه ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې او د کرنې وزارت له خوا د بېوزلۍ د کچې ټیټولو، کارموندنې، د ملي ناخالص تولید د ودې او د ارغنداب حوضې د اوبیزو سرچینو مدیریت په پار پلي کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي د ډهلې بند لوړول او د دغه بند اړوند د دویم او درېیمې درجې کانالونو جوړول، له شته اوبیزو سرچینو څخه د کرنې په برخه کې اغېزناکه ګټه اخیستنه، د حاصلاتو زیاتوالی، د څاڅکي اوبه خور سیسټم دودول، د نویو بڼونو جوړول، د شنوخونو جوړول او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکول، د اوبو د لویو او کوچنیو زېرمو جوړول، د پیاز، کچالو او تازه مېوو زېرمتونونه جوړول او دغه  محصولاتو د پروسس نوي مرکزونه جوړول، د نویو کرنیزو ټکنالوژیو دودول، سوداګریزې ننداریزې قطعې جوړول اومېرمنو ته د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د فعالیت زمینې برابرول، به د دې پروژې مهمې ښېګڼې وي.

د کرنې وزارت وایي د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیایي پروژې  پلي کېدل به په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د معیارې کیدو او اوبو د ضایعاتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.