د اسلامي عالمانو نړیوالې اتحادیې له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

صبح کابل
د اسلامي عالمانو نړیوالې اتحادیې له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

د اسلامي عالمانو نړیوالې اتحادیې د افغانستان په حکومت او طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او اوربند وکړي.

دغې اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د « اسلامي امت» ترمنځ د خپلمنځي جګړو په دوام اندیښنه ښودلې او وایي دا چاره د اسلامي هېوادونو د کمزورتیا لامل کیږي.

اعلامیه وایي:« لوی هېوادونه کوښښ کوي، چې جګړه ګرمه وساتي او د دې هېوادونو کانونه او تاریخي آثار له منځه یوسي، چې له امله یې غربت، بیکاري او په بې ساري ډول ناپوهي او ناروغي رامنځته شوې دي، چې یمن او سوریه یې ښه مثالونه دي.»

د اسلامي عالمانو اتحادیه د افغانستان حکومت او طالبانو ته وړاندیز کړی چې د روژې په میاشت کې قتل او جګړې ته د پای ټکی کیږدئ ځکه په وینا یې په دې جګړه کې مو خپل ولس تباه کیږي چې د اسلامي لارښوونو له مخې د مومن وژل جرم دی.

دا اتحادیه په دغه هېواد کې د داسې هر اړخيزه او عادلانه سوله د ټینګښت غوښتنه کوي چې اساس یې قرآن کریم، سنت او د اسلامي امت عالمان وي.

د اتحادیې اعلامیه د افغانستان خلکو د یووالي غوښتنه کړې او حکومت او طالبانو ته یې ویلي چې د خدای پروړاندې د خلکو د وینې تویدنې مسوولیت لري او باید نوره دا وینه بهېدنه ودروي.