د طالبانو پر وړاندې د خلکو راپاڅېدل به د جګړې تګلوری بدل کړي

صبح کابل
د طالبانو پر وړاندې د خلکو راپاڅېدل به د جګړې تګلوری بدل کړي

لیکوال: محمدنعیم حقمل
طالبانو په دې وروستیو کې ګڼ شمیر ولسوالۍ او سیمې له حکومتي ځواکونو د جګړې او پرته له جګړې نیولي دي او د ډیرو پرمختګونو او پراخه سیمو د نیولو ادعا یې کړې ده. همدارنګه طالب جنګیالي په بلخ، بغلان، کندوز، فاریاب، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې د همدې ولایتونو د مرکزونو ترڅنډو رسیدلې دي.
حکومتي ځواکونه هم له اکثریت ولسوالیو او پوستو څخه په خپله وتلي، شاتګ یې کړئ او سیمې یې دمرستو د نه رسېدو له امله طالبانو ته پرېښې دي.
د جګړې د شدت ترڅنګ اکثریت پوځي بیزونه، کنډکونه، پوستې او ولسوالۍ ویجاړ او چور شوي دي، چې له امله یې په ملي او نړیواله کچه منفي او ناوړه ذهنیت رامنځ ته کړی دی.
د دفاعي او امنیتي ځواکو نو ترڅنګ د خلکو ملاتړ او درېدل، په جګړه کې اوسنۍ حکومت برلاسۍ کوي او د طالب پروړاندې په جګړه کې د ځواکونو جنګي او رزمي مورال لوړوي او د پرمختګ او بریا سبب ګرځي.
ولې هیره د نه وي که د ملي بسیج بهیر سم او روغ مدیریت او کنټرول نه شي د دې ډیر امکان شته چې د افغانستان کورني او بهرني دښمنان په تیره بیا دوه ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران له دې بسیج نه ناوړه ګټه پورته کړي او د خپلو کورنیو ډلو په ملاتړ افغانستان یوې بلې ډیرې پراخه او خطرناکه جګړې ته ټېل وهي.
ولسمشر غني په اوسني ناوړه کړکېچن وضعیت کې ترډیره بریده د هیواد په دفاعي او امنیتي ځواکونو ډاډه و، ولې د جګړې شدت وښودله چې ځواکونه پوره وړتیا نلري او نه شي کولای پرته له بهرني او کورني ملاتړ څخه د طالبانو پروړاندې وجنګیږي او مقاوت وکړي.
د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د جوړښت له پیل نه تر نن پورې هم د تشکیل، مشرتابه او هم واحدې قوماندې له امله ډیرې تشې او ستونزې لري. تنظیمي او قومي اردو او امنیتي ځواکونه هېڅ کله خپلواک نه شي پاتې کېدلای.
همدارنګه د پراخه فساد له کبله په تیرو شلو کلونو کې د ځواکونو مسلکي او رزمي روزنې او وړتیا ته هم پوره پاملرنه نه ده شوې. دا او نور لسګونه کورني او بهرني عوامل د دې سبب شوي چې نن په جګړه کې د ځواکونو ټولې نیمګړتیاوې له ورایه لیدل کیږي او قرباني ورکوي.
زما له فکره ولسمشر غني په جګړه او حکومت کې د پخوانیو تنظیمي جګړه مارانو، باجګیرانو ، پخوانیو جنګ سالارانو او زورواکانو له پراخه ګډون او برخه اخېستنې څخه راضي اوخوشحاله نه دی، ولې اوسنیو ترېنګلو تنګو شرایطو او جګړې نوموړی دې ته اړ کړئ چې د اوسني فاسد نظام د پایښت په خاطر یوځل بیا دوی ته لمن وغوړوي او دوی ته په حکومتي، دولتي او پوځي چارو او روانه جګړه کې غوښنه او چاغه برخه ومني او ورکړي. په دفاعي او امنیتي چارو او وزارتونو کې نوي بدلونونه او ټاکنې د همدې ادعا د ثبوت ښه بېلګه ده.
وروستی خبره دا چې سخته ده ووایو چې افغانستان پر کوم لوري روان دی، ولې په ټولیزه توګه اوسنۍ وژونکۍ وضعیت او خونړۍ جګړه د خلکو، هیواد او هېڅ لوري په ګټه نه دي اوهېڅ لوری نه شي کولای حالات ترکنټرول او واک لاندې راولي او جګړه وګټي او د زور له لارې سیاسي واک او اقتدار ته ورسیږي.
له دې بدو او خرابو حالاتو څخه د وتلو غوره لاره سوله او روغه جوړه ده، خبرې او بین الافغاني مذاکرات کولای شي د ملي او نړیوالې اجماع او نړیوال بشپړ ملاتړ له مخې یوې نتیجې ته ورسیږي او جګړې ته د پای ټکۍ کیږدي.جګړه او افراطیت د موضوع حل نه دی.