په دینې مدرسو کې افراطیت او د افغانستان په امنیت یې اغیز

صبح کابل
په دینې مدرسو کې افراطیت او د افغانستان په امنیت یې اغیز

لیکوال: ابو مسلم خراساني

ژباړن: منیر ستانکزی

نږدې نیمه پیړۍ کیږي چې افغانستان له ناامنۍ او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دی.

 د داوود خان له کودتا را نیولې، د شوروي د سره لښکر تر راتګه پورې، په ۱۹۸۹ ام کال کې د شوروي د ځواکونو له وتولو نیولې، په کابل کې د مجاهدینو ترجګړو او د طالبانو له راتګه نیولې، د امریکا تر یرغله پورې.

 د هېواد اوسنۍ ولسواکي د دولت-ملت جوړونې او اقتصادي او نظامي هڅو پایله ده چې په هېواد کې له جګړو او تاوتریخوالي وروسته خلکو ترلاسه کړه.

اوس یوځل بیا د نا امنۍ لمن پراخه شوې او ورځ تر بلې پراختیا مومي چې دې ناوړه پدیدې هېواد له په ټپه ولاړ حالت سره مخ کړی دی.

دا وضعیت بیلابیل لاملونه لرلای شي چې یو له سترو لاملونو یې، په افغانستان کې د افراطیت بی دریغه وده ده. نن ورځ افراطیت یوازې د افغانستان ستونزه او یا کورنئ کړکیچ ندی؛ بلکه افراطیت یوه داسې پدیده ده چې ټوله نړۍ يې اغیز کړی او ډیر شمیر هیوادونه يې دې ته اړ کړي، ترڅو د دې ستونزې د کابو کولو په موخه ځانګړې امنیتي او سیاسي تګلارې جوړې او په پام کې ونیسي.

ترهګري په حقیقت کې په ځینو هېوادونو کې د دیني افراطیت پایله ده چې کولای شو منځنی ختیځ او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه او افغانستان څخه یادونه وکړو چې د پرمختګ او ودې ډېر فرصتونه یې ترې اخیستي دي، هغه فرصتونه چې کولای یې شوای افغانستان د نړۍ د پرمخ تللو هېوادونو په ډله کې ودروي.

 ترهګري د هغه افراطیت په پایله کې را وټوکېده او لویه شوه چې په افغانستان کې د شوري اتحاد پروړاندې له جهاد وروسته پیدا او وده یې وکړه او اوس په نویو وسیلو، موخو او تګ لارو  له خلکو قرباني اخلي.

 په افغانستان کې دیني مدرسې د افراطیت تر ټولو لویې سرچینې دي. له دیوبند او د پاکستان له حقانیه مدرسو اغیزمنې مدرسې دي چې په هیواد کې د افراطیت او تاوتریخوالي تبلیغ کوي او پایلې کې یې له عامو خلکو د تروریستي ډلو سرتیري جذبول، تاوتریخوالي ته لمن وهل او د یو بل رټل دي.

 کورني او بهرني جنګیالي چې د تروریستي ډلو غړیتوب او په سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، تر ټولو لویه برخه یې یا د ديني مدرسو زده کووني او د ډلو مشران یې له دیني مدرسو را پورته شوي، ترڅو موجوده سیاسي نظام له پښووغورځوي او په پایله کې یو افراطي او د پرمختګ ضد نظام جوړکړي. دیني مدرسې چې د اسلام په تاریخ کې د معنویت، فلسفې او کلام او د خدای د عبادت ټاټوبی بلل کیدې، اوس د افراطیت په مرکزونو بدلې شوې دي.

له نیمې پیړۍ را په دېخوا چې افغانستان له بې امنۍ سره لاس او ګرېوان دی له دیني مدرسو څخه را پورته شوی افراطیت د دې نا امنيو په رامنځته کولو څه اغیز درلود؟

 دا پوښتنه موږ نورو مهمو پوښتنو ته رسوي، دا چې دیني مدرسې او د هغه زده کوونکي او روحانیون څنګه له لارې وګرځېدل او افراطیت څنګه دی مدرسو ته لار ومونده؟

 د افراطیت د رامنځته کیدو مهم لاملونه څه دي؟

دا پوښتنې ډیرې مهمې دي، ځکه موږ نن له دیني مدرسو څخه له را وتلي تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان یواو د شته بی امنیو د تر ټولې لویې برخې ریښې همدغو دیني مدرسو ته رسیږي.

 له بلې خوا نن ورځ په افغانستان کې زرګونه مدرسې شته چې ډول ډول لیدلوري او موخې لري.

حکومتونو هم د دې دیني مدرسو په کړنو څارنه او ارزونه نه ده کړې.

 دا مدرسې په مختلفو تګ لارو مخ ته ځي چې نه یوازې دولت، بلکه هیڅ کوم نظارتي بنسټ پرې کنټرول نلري.

له بلې خوا، د دغو مدرسو اقتصادي سرچینې اوعلمي-فرهنګې موخې جوتې ندي. بهرنیو هیوادونو سره د دیني مدرسو مذهبي تړاو، په دیني مدرسو کې د تاوتریخوالي د رامنخته کيدو لوی لامل بلل کیږي.

همدا راز له دغه مدرسو څخه چې له قدرت او سیاست سره اړیکې لري تل د وسیلې په توګه ګټه اخیستل شوې. هغه ګټه اخیستنه چې د افغانستان د ولس لپاره زیان راوړونکې ده. د داسې یوې اساسي موضوع په اړه علمي څیړنې هم نه دي شوې.

پردې سربېره دینې مدرسې هر کال زرګونه زده کوونکي له اړینو مهارتونو لرلو پرته په زاړه درسي دود ټولنې ته وړاندې کوي چې ټول یې وزګار ګرځي.

که څه هم د وزګارتیا ستونزې په ټولو ناوړه اغیزه کړې او دا د هېواد یوه عمومي ستونزه ده، خو له دیني مدرسو فارغ شوي کسان چې ټول یې وزګار ګرځي یوه تاوتریخوالي او جګړه ییز اقتصاد رامنځ ته کولو ته لاره برابروي.

په افغانستان او سیمه کې د تروریستي ډلو د جنګیاليو لویه برخه له دیني مدرسو څخه فارغ شوي کسان دي چې د جګړې له لارې، خپل ژوند پرمخ وړي.

جنګي اقتصاد په افغانستان کې د بې امنۍ او کړکیچ لوی لامل دی، نن ورځ د تروریستي ډلو زرګونه جنګیالي چې هېواد کې د نا امنۍ لوی لامل او لویه برخه یې له دیني مدرسو فارغ شوي کسان دي د جګړې له لارې د ژوند اړتیاوې پوره  کوياو د دین په نامه همدا تاوتریخوالی ورته ډوډۍ ورکوي.

له همدې امله په افغانستان کې جګړه ییز اقتصاد باید په ژوره توګه وڅیړل شي،

دافغانستان دولت، روڼ انده ټولنه او هغه ریښتیني عالمان چې د تاوتریخوالي په منګولو کې ښکیل شوي نه دي باید په دیني مدرسو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مټې بډ وهي اود دې کرکجنې پدیدې ریښې وچې کړي. د افغانستان دولت باید د دغو دیني مدرسو د زده کړې مواد او اقتصادي سرچینو د مهارولو لپاره منظمه نظارتي تګلاره جوړه کړي او د دغو مدرسو کړنې په منظم ډول وګوري او فارغانو ته یی د کار زمینه برابره کړي.

 که دیني مدرسې د پوهنې وزارت تر ولکې لاندې راوړل شي او د حج او اوقافو وزارت هم ترې لیدنه او کتنه ولري، د دغو مدرسو د کړنو او فعالیت د څارنې په برخه کې ګټور تمامیدای شي.

پردې سربیره په دیني مدرسو کې باید زده کوونکو ته د وخت له اړتیاوو سره سم د زدکړې مواد او مهارتونه ور زده کړل شي. د دولت له نظارت او اړینو مهارتونو پرته د دیني مدرسو فارغان نشي کولاي چې د هیواد اقتصادي چوکاټ ته د ننه شي.

د دینې مدرسو نه رسمې کیدل او پر فعالیت یې د څار نشتوالی د دې لامل شوی چې له یوې خوا له دې مدرسو فارغ شوي کسان وزګار پاتي شي او له بلې خوا ترهګرې ډلې له دوی څخه خپل جنګیالی جذب کړي.

 د دې پر ځای چې دا مدرسی د زده کړې، تربیې او خداي د عبادت ځای وي، د افراطیت پالنې مرکزونه دي. ریښتني دیني عالمان، دولت او دیني روشنفکران باید د دغو مدرسو د اصلاح لپاره د پرمختګ پر اصولو ولاړ لیدلوری ولري او ترټولو مهمه دا چې دا مدرسې باید له سیاست، افراطیت او ترهګرۍ پالنې لیرې وساتل شي.