د طالبانو مخکنی نظامي کمیسیون مسؤل ملاعبدالذاکر قیوم څوک دی؟

صبح کابل
د طالبانو مخکنی نظامي کمیسیون مسؤل ملاعبدالذاکر قیوم څوک دی؟

دوهمه برخه

لیکوال: یحیا یونسی

د امریکا او طالبانو د سولي مذاکرات ورځ تر بلي پر مخ تلل تر دې چې د یوه لنډمهاله ( یوه اوننۍ) لپاره اورکم ته اړ شول. ملا هیبت الله پدې ښه پوهېده چې اورکم د ذاکر قیوم بغېره ناممکنه دي، نو د همدې لپاره یې آی ایس آی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه ډله د قطر څخه لمړی و پاکستان او بیا د بهرامچه له لاري هلمند ته ولیږل تر څو ذاکر قیوم بیرته د طالبانو سره یوځای کړي. ملا برادر چې د ذاکر قیوم پخوانی ملګری وو د مولوی هیبت الله (آی ایس آی) غوښتنه د ذاکر قیوم سره مطرح کړله او د طالبانو سره د بیا ځلي د یوځای کېدو غوښتنه یې وکړله، ملا برادر د ملا هیبت الله له لوري د اختر منصور وژل کېدل په اثبات ورسول، او د ذاکر قیوم ته یې ډاډ ورکړ چې ستا سخت دشمن ( اختر منصور او صدر ابراهیم) دواړه د هیبت الله له لوري په امریکایانو وژل شوي دي.
هیبت الله هم خپله خواخوږي د ذاکر قیوم سره وښودل او د ذاکر قیوم د ورور ( ملا سلام) د وژل کېدو غمشریکي ورسره وکړه، او د نظامي کمیسیون د مشر په توګه د مسؤلیت د قبلېدو غوښتنه یې وکړه، پدې وخت کې داعش ډله د امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړه توګه له منځه وړل شوې وه، د ذاکر قیوم سره بله لاره هم نه وه تر څو د هیبت الله غوښتنه ومني.
ملا برادر د آی ایس آی له لوري په ورکړل شوي ماموریت کې بریالی شو او ذاکر قیوم یې د امارت سره پخلا او د نظامي کمیسیون د مشر په توګه په آی ایس آی وګماره او ملا یوسف امین د نوموړي مرستیال وټاکل شو. یادي ګمارني د اسحاقزیو لپاره د زنګ خطر وو او اسحاقزي په هیڅ صورت نه وه آماده چې د طالبانو واک و بل کس ته ورکول شي، نو د هیبت الله د وژلو پلان یې ترتیب کړ، د ملا هیبت الله پر مسجد چې د کویتې ښار په کچلاک کې موقعیت لري یوه زوروره چاودنه ترسره کړه چې په پایله کې د هیبت الله ورور قاري حفیظ احمدالله او نور زیات نورزي ( د هیبت الله وفاداره) ووژل شول اما هیبت الله ژوندي پاته شو. هیبت الله ته خپل دښمن ښه معلوم وو نو د خپل ورور د انتقام لپاره یې و ذاکر قیوم ته دنده وسپارله، ذاکر قیوم هم خپل لمړنۍ ماموریت د عبدالحکیم په وژلو سره پېل کړ او د ۲۰۲۰م د جنوري په شلمه نېټه د کویتې ښار د سټلایټ ټاون په غوث آباد سیمه کې یې د عبدالحکیم په مسجد ( چې په اسحاق مدرسه سره مشهوره ده) پداسي حال کې یوه چاودنه ترسره کړه چې ډیر اسحاقزي د یوې جلسې لپاره راغونډ شوي وه. په چاودنه کې د عبدالحکیم ورور مولوی عبدالحلیم او د نوموړي د زوی مولوی عبدالعلی او د کویټې د پولیسو مرستیال ډي سي پي امان الله په ګډون ډېر اسحاقزي وژل شول، نور د مولوي هیبت الله هیڅ مخالف ژوندي او یا په واک کې پاته نشو.
یاده چاودنه ذاکر قیوم د یوه داعشي انتحاري ( ابو جراح بلوچي) په زریعه تر سره کړ، د داعش ډلي یاده چاودنه رسماً ومنله، تر دې دمه ذاکر قیوم په داعش ډلي کې هم پوره واک درلود او ددې چاودني وروسته یې د داعش سره خپلي اړیکي قطع او د آی ایس آی په هدایت یې د هیبت الله سره وفاداري پېل کړه.
د طالبانو سره د ذاکر قیوم یوځای والي د طالبانو پر مالي نظامي امکاناتو مثبته اغېزه واچوله، هغه تجهیزات چې داعش دلي و نوموړي ته ورکړي وه و طالبانو ته وسپارله او د هلمند ولایت د مخدره توکو عاید بیرته د طالبانو لاس ته ولوېد ( تر دې مخکي د ذاکر قیوم په مشرۍ د داعش ډلي پلاس کې و).

د ذاکر قیوم مالي سرچينې:
ذاکر قیوم خپل ټول ژوند په دوو ډوله مالي منابعو اتکا کړې مخدره توکی او بهرنۍ مرستي ( د داعش یا آی ایس اي).

د ذاکر قیوم شخصي ژوند:
ذاکر قیوم درې ودونه لري چې یوه یې عربه ده، کورونه یې د کویټی ښار په کچره روډ کې قرار لري او د تشریفاتو له مخي د پاکستان فوځي تشریفات ورته ورکول کیږي او د نوموړي او د کورنۍ تداوي یې په سي ایم ایچ روغتون کې ترسره کیږي. د ذاکر قیوم دوه وروڼه د پاکستان په نظامي پوهنتون کې زده کړي کوي او د شخصي کاروبار تر څنګ د طالبانو د ټرانسپورت دنده هم پر مخ بیایي.

د ذاکر قیوم اړیکي د مولوي برادر سره:
سره لدې چې ملا برادر او ذاکر قیوم پخواني ملګري دي اما خپل تر منځ ډېر ندي سره جوړ ځکه چې ملا برادر ډېر راحت طالبه او نرم مزاجه شخص دی او ذاکر قیوم افراطي او سخت مزاجه شخص دی. کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي په نوم یو سند امضا شو، د یادي لاسته راوړنه ټول کریډیټ ملا برادر و ځانته محسوب کړ اما ذاکر قیوم پدې ټینګار کاوه چې دا اصلا د نظامي کمیسیون زور وو چې امریکا سند امضا کړ. پدې اختلافاتو په منځ کې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا خاص استازی خلیلزاد په یوه انټرویو کې په واضح توګه وویل چې «امریکا نه د چا په خوشه راغلې وه او نه هم د چا په خوښه وځي او که اړتیا ولیدل شي بیا تر اوسني حالت سختره طالبان وځپي».

د ذاکر قیوم او آی ایس آی اړیکي:
ذاکر قیوم له ماشومتوبه د آی ایس آی له لوري د مولوی محمد نبي په جبهې کې روزل شوي و، په کچلاک کې ورته دیني او نظامي زورنه ورکول شوې وه، او د طالبانو په وخت کې هم د آی ایس آي ډېر نږدې کس پاته شوی و، خو د بیا ځلي د راتګ سره د پاکستان له لوری لمړی درجه تشریفات په نظر کې ورته ونیول شوه او د فوځ له لوري ورته امکانات ورکړل شوه. د نوموړي کور او د سپرلي موټر د هیبت سره یو ډول دي او تشریفات یې د هیبت الله سره هیڅ توپیر نلري، کور یې د فوځ له لوري څارل کیږي، او اولادونه یې د پوره مصونیت څخه برخمن دي.

د طالبانو په لیکو کې د ذاکر قیوم رول:
د طالبانو په لیکو کې د ذاکر قیوم رول تر نورو نظامي مسؤلینو کم رنګه دی ځکه چې نوموړي څو ځله د طالبانو له لوري تکفیر شوی وو، او کله چې د داعش د مسول په توګه یې د طالبانو سره جنګ پېل کړ او ډېر طالبان یې ووژل د طالبانو د ټولو شوراګانو او د قاضي القضات په فتوای ذاکر قیوم د اسلام له دایرې خارج او مرتد وشمېرل شو.
نوموړی که څه هم نظامي مسول دی ولي پر بشپړه توګه پر خپلو جنګیالیو واک نلري ځکه نوموړي ډطر موده د همدې طالبانو په وړاندي جنګېدی او یو بل یې تکفیرول. جنګي طالبان د امریکا سره د طالبانو د سولي د سند وروسته د جنګ مورال له لاسه ورکړي او د سند د امضا څخه وروسته دوه ځله طالبانو خپل ټول ولایتي نظامي مسؤلین تغیر او تبدیل کړی تر څو بایللی مورال بیرته را ژوندی کړي اما تر دې دمه یې هیڅ ګټه نده کړې جنګي طالبان ورځ تر بلي خپل مورال ځکه له لاسه ورکوي چې یو خو مرتد شوی او تکفیر شوی کس (ذاکر قیوم) ددوی مشر ټاکل شوی او بل د امریکا سره سوله شوې نو جنګ له چا سره وکړو او د بل لوري د هیبت الله له لوري ښه ښکاره توګه د ځینو اقوامو ( اسحاقزي، اڅکزی، بلوڅ…) دښمني او هره ورځ تغییرات د جنګ پر ډګر منفي تاثیر اچولی دی.

د ذاکر قیوم وفاداري و امریکا ته:
ذاکر قیوم د آی ایس آی په هدایت خپلي ټولي اړیکي د داعش او القاعده ډلي سره قطع کړې او د ښه نیت د ښودلو لپاره یې د هلمند د موسی قلع په ولسوالۍ کې د القاعده جنګیالیو د مشرانو ادرسونه د ای ایس آی په زریعه و امریکایانو ته ورکړل چې پر یادو کوردیناتونو امریکایانو برید وکړ او د مدني، قریشی، او فیضاني په ګډون زیات شمېر د القاعده بهرني جنګیالي پکې ووژل شول.
د القاعده د دریو مشرانو د وژل کېدو وروسته امریکا او پاکستان پر ذاکر قیوم باوري شوه چې نور طالبان د القاعده ډلي سره اړیکي نه پالي.

د ذاکر قیوم او ملا برادر ټکر:
له څه مودې راهیسي ملا هیبت الله هیڅ چا هم ندی لیدلی، ځیني طالبان پدې شکي دي چې ملا هیبت الله د پاکستان د فوځ په چوڼۍ کې نظر بنده دی تر څو د فوځ او ځارګري ادارې پر خلاف کوم عمل، ګمارنه او اقدام ترسره نکړي، او ځیني طالبان خو پدې نظر دی چې د هیبت الله د مسجد په چاودنه کې د قاري احمدالله سره هیبت الله هم وژل شوي دی او پاکستان یاده موضوع د ملا محمد عمر په څېر پټه ساتي تر څو د امریکا سره د طالبانو پر سر امتیاز تر لاسه کړي او د کوم مخالفت سره مخ نشي.
د مولوي هیبت الله ځای ناستی:
دا چې د طالبانو د مشر ( هیبت الله) ځای ناستی په څوک وي پر دې موضوع د ټولو اړخو (ملا برادر، حقاني، مولوی یعقوب، عبدالحکیم….) مبارزه جریان لري، کچیري د طالبانو مشر هیبت الله وژل شوی وي، نو د ځای ناستي لپاره یې څلور کسه ولاړ دي لکه، مولوی یعقوب، حقاني، ملا برادر او ذاکر قیوم، د آی ایس آی هڅه داده چې ملا برادر د طالبانو د مشر په توګه پر طالبانو و تپي، اما د پاته نورو د مخالفت سره مخ کیږي. مولوی یعقوب د پلار د مرګ وروسته هیڅ ډول محبوبیت او نفوس نلري فقط دا چې د ملا عمر زوی دی د طالبانو د تحریک مرستیال ټاکل شوی دی، او حقاني هم د پلار په نوم د تحریک دویم مرستیال ټاکل شوی دوی دواړه هیڅ نوع صلاحیت، محبوبیت او مسولیت نلري، نو پاته شوه دوه کسه لکه مولوی برادر او ذاکر قیوم، یو د سیاسي کمیسیون مشري لري او بل د نظامي کمیسیون مشري.
و آی ایس آی ته مناسب کس ملا برادر ځکه دی چې هیڅکله هم د آی ایس آی څخه جلا شوی ندی او نه یې هم کله مخالفت کړی، اما ذاکر قیوم یو ځل د آی ایس آی څخه جلا او د داعش ډلي سره ملګرتیا پېل کړې وه.