د طالبانو مخکنی نظامي کمیسیون مسؤل ملاعبدالذاکر قیوم څوک دی؟

صبح کابل
د طالبانو مخکنی نظامي کمیسیون مسؤل ملاعبدالذاکر قیوم څوک دی؟

نویسنده: یحیا یونسی

ملا عبدالقیوم چې په ذاکر قیوم، عبدالقیوم ذاکر، عبدالغلام رسول او عبدالله غلام رسول سره هم یادیږي د لیوني ملا صاحب زوی، په ۱۹۷۳م کې زېږېدلی او د هلمند  ولایت د کجکي  ولسوالۍ  د قاضي خېلو د کلي  اوسېدونکی دی. ملا عبد القیوم ذاکر  درې وروڼه لري چې ملا عبدالحمید ، ملا عبدالسلام او ملا عبدالله نومیږي.
ملا عبدالقیوم  ذاکر د مجاهدینو په وخت کې د هلمند ولایت د زمینداور په ده بابا کلي په یوه مدرسه کې ابتدائیه دینی علوم ترلاسه کړي  او د هغه څخه ورورسته د پاکستان د کویټه دکچلاغ په سیمه کې د مولوی محمد نبی په  مدرسه کې زده کړي ترسره کړي.
کله چې په کندهار کې د ملا محمد عمر تر مشرۍ  لاندي  دطالبانو تحریک پېل شو،  نوموړی د ملا نعمت الله چی اصلأ د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی  و سره یو ځای د جهادی مشر  مولوی  محمد نبی صاحب په لارښونه دسپین بولدک ولسوالۍ ته راغله او دطالبانو سره یو ځای شوه.
تر دې وخته ملا ذاکر قیوم دملا نعمت الله تر مشرۍ  لاندی  د طالبانو یو عادی فرد و او د دلارام ولسوالۍ په سیمه کی دتورن اسماعیل خان سره په جنګ کې  دملا ذاکر قیوم مشر قومندان ملا نعمت الله ووژل  شو او ذاکر قیوم د خپلی جبهې قومندان  وټاکل  شو.
ذاکر قیوم دطالبانو په لمړیو کې دیو درې سوه کسیزه جنګي ډلګۍ قومندان او بیا دطالبانو په منظمو نظاکي  تشکیلاتو کی د وزارت دفاع د سرحداتو قومندان، د لوی درستیز لومړی مرستیال او وروسته د شمال د جنګ  قومندان قوماندان وټاکل شو. هغه وخت د افغانستان اداري او نظامي ټولي مقرری د پاکستان ځارګري ادارې ( آی ایس آی) د دوو خاصو استازو لکه کرنل امام ( د هرات کونسل) او میجر حمید ( د کندهار قونسل) له لوري ترسره کېدې، ذاکر  قیوم د کوېټې په کچلاک کې د دیني درسونو سره نظامي درسونه هم او ټرېنینګونه هم ترسره کړي وه او د آی ایس آی لپاره یو مهم کس بلل کېده، له همدې امله نوموړی د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته ځان رسولی او د ملا عمر ته نیږدې او ډېر اعتباري کس وو.
دطالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو په وخت کې ملا ذاکر په کندز ولایت کې د جنګ عمومي قومندان و او د قاري بابا په زریعه جنرال دوستم ته تسلیم او جنرال دوستم و امریکایانو ته وسپاری نوموړی درې کاله په د ګوانتنامو په زندان کې بندي وو او دهغه څخه وروسته امریکایانو افغان حکومت وسپاری او تر څلورو کلونو پوري په پلچرخي زندان کې بندي و.
پدې وخت کې پاکستان ملا محمد عمر په نسبي توګه له واکه غورځولی و او اختر منصور ته د پاکستان توجه ډېره وه، د آی ایس آی لپاره د طالبانو د رهبرۍ لپاره کس موجود وو (اختر منصور) ولي د نظامي چارو د مخته بېولو لپاره منسب کس موجود نه و، کله چې ذاکر قیوم د زندان څخه خوشي سو نو سمدستي د پاکستان دکوېټې ښار ته ولاړی د آی ایس آی په شپارښتنه د طالبانو د کویټي شورا نوموړي د لوېدیځي حوزې د نظامي کمیسیون مسؤل وټاکه او په ۲۰۱۰م کې د طالبانو عمومي نظامي مسول وټاکل شو.
د نوموړي د ټاکني سره اختر منصور پټ مخالفت درلود ځکه د طالبانو ټول قوټ په نظامي کمیسیون کې دی، پاته کمیسیونونه ( سمع شکایات، د ملکي تلفاتو څخه د مخنیوی، برېښنا، کرهڼه، مطبوعات …) یواځي اداري او تشریفاتي نقش لري.
د طالبانو تر منځ ورځ تر بلي قومي اختلافات ډېرېدل تر دې چې ملا محمد عمر تم شو (د اختر منصور له لوري زنداني شو)، اختر منصور تر څو ملا محمد عمر نه واژه تر څو د ملا قیوم واک ختم نکړي، همداسي اختر منصور په زوره په ملا عمر باندي فرمانونه لاسلیکول او د مخابرې په زریعه یې خپل کسان د نظامي کمیسیون پر مهمو چوکیو مقرره کول، او بالآخره د نظامي کمیسیون ټول کسان د ملا محمد عمر د آواز (راډیو) او خط (لاسلیک شوی فرمان) په زریعه د اختر منصور کسان مقرره شول، همداسي د پاته کمیسیونونو زاړه کسان هم وشړل شول او د اختر منصور کسان مقرر شول.
ملا محمد عمر زنداني و، نور نه و آی ایس آی او نه هم و اختر منصور ته د ګټی وړ وو، ملا محمد عمر د یوې موقع څخه په ګټی اخیستني سره وکولای شوای چې خپله کورنۍ د خپل بند او ټولو موضوعاتو ته آګاه کړي، و اختر منصور ته داخلي اختلافات تر حد ووتل نو سمدلاسه یې د یوه کودتاه په ډول لمړی ملا عمر او وروسته خپل ټول مخالفین یا برطرفه او یا هم ووژل.
ذاکر قیوم چې تر دې دمه د طالبانو نظامي مسؤل وو، د اختر منصور له لوري صلب صلاحیت شو. ذاکر قیوم چې په نظامي چارو کې تر اختر منصور تکړه وو، پدې پوهېده چې ټول نظامي تجهیزات او واک د اختر منصور په لاس کې دی نو مناسبه یې وګڼله چې بې جنګه برطرفه شي او خپل مقام و صدر ابراهیم ته پرېږدي، صدر ابراهیم د اختر منصور وفاداره او هم قومه کس و، په نظامي چارو پوهېده او د ذاکر قیوم سر سخته حریف و د ملا عمر وژل کېدل، د ملا رسول بغاوت، د صدر ابراهیم د نظامي مسؤل په توګه ټاکل کېدل، د مولوی یعقوب لمړی بغاوت بیا بعییت دا هر څه د آی ایس آی له لوري تنظیمېدل، ذاکر قیوم چې په بشپړه توګه له واکه غورځول شوی و، د مرګ له ویري ( یا د افغانستان د دولت، یا د امریکایانو او یا هم د اختر منصور له لوري) د ملا عبدالروف سره په اړیکه کې شو، د موسی قلع ولسوالۍ په لېجک سیمه کې د یوې غونډي په ترڅ کې یې د ملا عبدالروف سره خپل بعیت اعلان کړ، ملا عبدالروف پدې وخت کې د داعش ترهګریزي ډلي مسؤل و، ابوبکر بغدادي د ذاکر قیوم د نظامي وړتیا په لیدو، ذاکر قیوم سمدلاسه په افغانستان کې د داعش ډلي مرستیال وټاکی.
ملا عبدالروف او ذاکر قیوم په لوېدیځه حوزه کې د داعش (خلافت) لپاره د طالبانو او نوی ځوانانو په استخدام لاس پوري کړ او د اختر منصور سره یې خپله دښمنی اعلان کړه. د داعش له لوري و ذاکر قیوم ته بېشماره نظامي او مالي امکانات ورکول شول ددې سربېره د هلمند ولایت د مخدره توکو کاروبار او ترافیک هم د ذاکر قیوم لاس ته ولوید.
د افغاستان لپاره د داعش د عمومي مسؤل ( ملا عبدالروف) تر وژل کېدو وروسته، ملا ذاکر قیوم د ابو بکر البغدادي له لوري د خراسان د ځانګي عمومي مسؤل وټاکل شو. څرنګه چې نوموړی د داعش له لوري لمړی کس وو نو خپله دشمني یې د اختر منصور سره علني اعلان کړله، پدې وخت کې په لوېدیځه حوزه کې درې وسله والي ډلي فعالیت درلود ( د اخترمنصور ډله، د ملا رسول ډله او د ذاکر قیوم ډله). درې واړه ډلي خپل ترمنځ په جګړه کې شکېل شوې، درې واړه ډلي ورځ تر بلي کمزوري کېدلې او د افغانستان د دولت او امنیتي ځواکونو له لوري ځپل کېدلې.
تر دې چې د ملا رسول ډله د ملا منان نیازي په مشرۍ د دولت سره یوځای او امنیت ملي د انشعابي قواوو په توګه یې د اختر منصور د ډلي په وړاندي ودریدی.
دا حالت و آی ایس آی ته منظور نه و نو سمدلاسه یې ملا رسول زنداني کړ، او د طالبانو ټوله واک یې و اسحاقزو ته وسپارۍ، اسحاقزیو د اختر منصور په مشرۍ ټول واک ترلاسه کړ د دولت، بهرنیانو، داعش او د ذاکر قیوم په وړاندي یې جنګ پېل کړ.
د جنګونو په جریان کې د ملا ذاکر قیوم دریم ورور ملا عبدالسلام  چې په عابد سره مشهوره وو، د کجکي ولسوالۍ د میان رودی په سیمه کې د آمریکایی ځواکونو  په یوه علمات کې ووژل شو. د عابد وژل کېدل نوموړی نور هم باغي کړ او د اختر منصور او دولت په وړاندي یې د افغانستان په شمال کې جنګ نور هم زیات کړ.
اختر منصور خپلي اړیکي د ایران سره د داعش د ځپلو لپاره ټینګي کړې او د داعش د ځپلو لپاره بې له ایرانه څخه نظامي تجهیزات ترلاسه کړل، اختر منصور په ایران کې دوې شوراګاني (تهران او زاهدان) هم جوړي کړلې.
د طالبانو په داخل کې یوه ډله په پټه د اختر منصور سره اختلاف درلود دا ډله د ملا محمد عمر وفاداره ډله وه چې عمده غړي یې ملا یعقوب او ملا هیبت الله وه. نوموړي اشخاص د خپلو چینلونو او روابطو په زریعه و کولای شوای چې د اختر منصور اطلاعات او د ایران سره د اړیکو معلومات و امریکا ته ورکړي تر څو اختر منصور ووژل شي، اختر منصور د ایرانه څخه د راستنېدو سره هم د پاکستان د بلوچستان صوبې په احمد وال په سېمه کې د امریکا له لوري ووژل شو.
د اختر منصور د وژل کېدو سره سم د طالبانو واک د آی ایس آی له لوري بیرته د ملا عمر و کسانو ته وسپارل شو. د طالبانو د نوي مشر په توګه مولوی هیبت الله لوړه وکړه او بېله اسحاقزیو د بل کس د مخالفت سره مخ نشو.
د اختر منصور وقادارانو په ډاګه ویل چې اختر منصور د هیبت الله له لوري وژل شوي دي، څرنګه چې پخواه به ویل کېده چې ملا عمر د اختر منصور له لوري وژل شوي دي، د هیبت الله تاکل کېده ذ اسحاقزیو لپاره د خطر طنګ وو.
پدې وقت کې ملا ذاکر قیوم د داعش ډلي د عمومي مسؤل په توګه فعالیت کاوه او ورځ تر بلي یې تلفات لوړېدل تر دې چې د امنیتي ځواکونو له لوري د داعش واک لاندي ټولي سیمي بیرته ونیول شوې او جنګیالي یې ووژل شول. ذاکر قیوم هم خپل فعالیت تر لوېدیځي حوزې او تر جلب او جذب پوري محدود کړ.
ملا هیبت الله لمړی د خپلو داخلي دښمنانو په وژلو پېل وکړ، او خپل داخلي اختلافات یې ختم کړل. د اختر منصور نږدې کسان او قومیان یې یو په بل پسې له واکه لیري او یا هم ووژل. دا حالت د ذاکر قیوم لپاره هیله بخښونکي وو، سره لدې چې د طالبانو ټول واک د هیبت الله سره محدود وو خو بیا هم د “ذاکر قیوم” بغېره د طالبانو تحریک نیمګړی وو، پدې وخت کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مسؤل (صدر ابراهیم) هم تر برید لاندي راغلی، پدې سره اسحاقزي تقریباً د طالبانو له لوري له واکه لیري کړل شول، یواځی مولوي عبدالحکیم اسحاقزي د قاضي القضات دنده پر مخ بېوله، د نظامي کمیسیون مشرۍ د نظامي کمیسیون مرستیال مولوی محمد یوسف امین پر غاړه واخیسته.