هغه طالبان چې په پاکستان کې زنداني دي او یا هم په زندانونو کې ووژل شول

صبح کابل
هغه طالبان چې په پاکستان کې زنداني دي  او یا هم په زندانونو کې ووژل شول

لیکوال: یحیا یونسی/ ورستی برخه

ملا محمد رسول:
ملا محمد رسول د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی په قوم نورزی او تقریباً ۵۸ کلن دی، کله چې د ملامحمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک راپاڅېد نوموړی ورسره د یوه قومندان په عنوان ملګری شو، ملا محمد رسول د ملامحمد عمر لخوا د نیمروز والي وټاکل شو، خو نوموړي د خپل ولایت په مهال له ملامحمد عمر پرته بل هیڅوک تر ځان پورته نه باله او نه یې هم د اداري مراتبو تسلسل مراعاتاوو، ویل کیږي چې نوموړي په نیمروز کې د ولایت په مهال هغه هیئتونه چې د کابل لخوا د تفتیش لپاره وراستول کیدل سپکول او له ډیر بد برخورد وروسته یي بیرته استول، نوموړي په ښکاره ویل چې له ملا محمد عمر پرته د بل چا خبره نه منم .
د ملا محمد عمر له مرګ وروسته چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر وټاکل شو ملا محمد رسول یي په ټینګه مخالفت وکړ، د ملا اختر محمد منصور په وړاندې ځیني نور مخالفین هم و مګر د ټولو د اختلاف وجوهات سره بیل وه، مثلا د ملا عبدالرزاق، ملا محمد حسن رحماني ملا جلیل او ځینو نورو کسانو دا رایه وه چې جلا تحریک دې نه اعلانیږي یوازې دې ملا اختر محمد منصور ددوی لخوا وړاندې شوي شرایط او نقشه عملي کړي، خو ملا محمد رسول له پیله په دې ټینګار درلود چې باید نوی امیر وټاکل شي او په دې لړ کې یي د ځان لپاره کمپاین هم چلاوو.
ملا رسول چې کله د قوم له لوري وشړل شو او زیات مینه وال یې هم نکړه پیدا یو ځل د داعش و لوري ته هم ورغلی خو داعش هم د خودخواهي له کبله نوموړی ونه مانه. ملا رسول هڅه کوله تر څو د نورو ډلو (القاعده، لشکر طیبه، داعش…) حمایت ترلاسه کړي او د نوموړی ډله یې قوي شي تر څو د طالبانو اصلي ډله ( د اختر منصور ډله) وڅپي. ملا رسول له اوله خودخواه او د پیسو شوقي شخص و، که څه هم په قوم نورزی دی خو د ځینو مشکلاتو له کبله یې ونشوای کړال چې د مخدره توکو د قاچاق سم کاروبار وکړي. د ملا رسول د ډلي قوي کېدل و پاکستان ته د منلو وړ نه و، هغه وو چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ په میاشت کې کله چې ملا رسول غوښتل د افغانستان څخه و پاکستان ته لاړ شي د پاکستان د فوځ له لوري زنداني شو او بیا یي درک ورک شو.

مولوی استاد یاسر د طالبانو د دعوت ارشاد او فرهنګي کمېټې مسؤل:
استاد یاسر چې اصلی نوم یی زمرک ولد عصمت الله دی د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبي کلي کې په کال ۱۹۵۳ میلادی کې زیږدلی.
د طالبانو د واکمنی تر ړنګېدو وروسته استاد یاسر د افغانستان د دولت په خلاف خپل جنګي دریځ او د طالبانو ملاتړ اعلان کړ.
د ملا محمد عمر په مشرۍ یې د افغانستان دولت په خلاف عملا وسله واخیسته، د کابل او د نورو ولایتونو لپاره یې جنګیالي روزل تر څو بریدونه وکړي.
څرنګه چې استاد یاسر په امریکا او نورو هیوادونو کې عصري او دیني زده کړي کړي وې نو په همدې اساس د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو لخوا د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مسؤلیت وروسپارل او د طالبانو رسمي انټرنټ پاڼه (الاماره) هم لمړی ځل استاد یاسر تاسیس کړه.
استاد یاسر لومړی ځل د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو او د څو میاشتو بند وروسته د څو نورو طالب چارواکو سره یوځای د پاکستان د راولپنډۍ ولایت د چکالې نظامي قرارګاه (چې عموماً د امریکایانو په اختیار کې وه) وسپارل شو. امریکایانو نوموړی د افغانستان دولت ته وسپاره او په پلچرخي زندان کې د ۲۰ میاشتو بند وروسته د یو ایټالوي بندي (دانیل مسترو جیاکومو) په بدل کې د څلورو نورو طالب چارواکو سره د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشت کې تبادله او د طالبانو سره په هلمند کې میشت شو. نوموړي د بند وروسته د پاکستان د قبایلو په شمول په مختلفو ځایونو کې وخت تیر کړ او په دې دوران کې یې هم د اورپکو او انتحاریو د تربیت او د افغانستان د جګړې د شدت لپاره ډیري هڅي وکړې.

پېښور کې دویم ځل نیول کېدل
د افغانستان دولت له پرېښودلو وروسته استاد یاسر یو ځل بیا پاکستان ته مخه کړه، یاسر د پاکستان د هغو نظامي اډو مخالفت وکړ کوم چې یې د امریکایانو ته د افغانستان د جنګ لپاره ورکوي وې. یاسر د پاکستان سره بغاوت وکړ او په وزیرستان کې یې د پاکستان په وړاندي اورپکي وروزل. بالاخره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه په پیښور ښار کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو. د نیولو وروسته تر دوو کلنو پورې د نوموړي احوال د یوې غیر رسمي لارې څخه کورنۍ او متعلقینو ته رسیدو او د ژوند او صحت څخه یې اطمینان ترلاسه کیدو خو د ۲۰۱۰ کال څخه د نوموړي په اړه د هغه کورنۍ او نورو متعلقینو کوم احول نه دی ترلاسه کړی، البته د راخلاص شوو بندیانو لخوا داسې احوالونه راتلل چې د پیښور صدر په یو پټ پوځي زندان کې ساتل شوی. د همدې احوالونو د جملې څخه د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د یو راخلاص شوي بندي لخوا داسې احوال راغی چې استاد یاسر د پیښور صدر په پوځي زندان کې د پاکستان د استخباراتو له لوري ووژل شو.

د پاکستان په زندان کې مشهوره طالب زندانیان:
ملا احمد د بغلان والي
ملاجنت گل د پروان والي
ملایونس د زابل والي
قاري یحیی هجرت ( په زندان کې ووژل شو)
انوار الحق مجاهد د توري بوري نظامي مسول
مولوی اسماعیل د نظامي کمیسیون مرستیال ( د افغانستان د دولت سره اړیکي لري او د ملا عمر د ترور پلان یې درلود)
مولوی محمد جان، د مولوی جلال الدین حقاني اړوند قوماندان
ملاجهانگیروال د نظامي کمیسیون منشي
البته د پاکستان په زندان کې ټولټال ۵۰ کسه لوړپوړي طالبان زندانیان دي چې د پاکستان د ګټو مخالف دی او یا هم د سولي تمایلات لري، پدې ۵۰ تنو کې داسي کسان هم شته چې د پاکستان له لوري په ډېر احترام او درنښت د راتلونکي پلانونو لپاره ساتل کیږي چې د وخت په راتلو سره د پاکستان په ګټه استعمال کړل شي لکه ملا عبدالغني برادر؛ نوموړی د کراچي ښار په کلپټن سیمي کې په ډېر درنښت ساتل کېده.