هغه طالبان چې په پاکستان کې زنداني دي او یا هم په زندانونو کې ووژل شول

صبح کابل
هغه طالبان چې په پاکستان کې زنداني دي  او یا هم په زندانونو کې ووژل شول

لیکوال: یحیا یونسی
پاکستان تل خپل سیاسي مخالفین ژوندي نه پرېږدي او ځیني وخت د اصلاح لپاره خپل مخالفین زنداني کوي خو د طالبانو او مجاهدینو موضوع د سیاسي مخالفینو سره بېله ده. پاکستان هغه جهادي مشران چې د پاکستان و ګټو ته ژمن وه په پاکستان کې ډېر په درنښت ساتل او ددوی روزنه به یې کول خو د بل پلوه هغه مخالفین چې د افغان دولت په وړاندی ( له داوود خان څخه تر نني ورځي پوري) په ښه توګه نه جنګېدل او یا یې هم نه غوښتل چې افغان دولت رنګ شي نو دا کسان به زنداني کېدل تر څو اصلاح شي او کچیري اصلاح یې ممکن نه وه نو په زندان کې یې وژل.
د ملا عمر د واکمنی تر ړنګېدو وروسته طالبان متفرق شول خو څرنګه چې ملا محمد عمر او د طالبانو نور مشران ځان و کویټې ته ورساوه طالبان د یوې شورا ( کویټې شورا) په تاسیس سره له سره منسجم شول.
هغه طالبان چې د پاکستان د ګټو خلاف وه او یا یې هم د پاکستان له لوري و امریکا ته د نظامي ادو پر ورکړي یې انتقادونه کول د پاکستان له لوري زنداني شول او وروسته ووژل شول چې مهمترین کسان یې په لاندي دول دي.
ملا محمد رباني:
ملا محمد رباني د الحاج ملا امیرمحمد زوي دنیک محمد لمسی په ۱۹۵۷م کال کې دکندهار ولایت په مركز کې زېږېدلی او په قوم کاکړ و.
کله چې طالبانو د کابل تر نیولو مخکي د طالبانو په مشری د رباني او د جمعیت په مشری احمدشاه مسعود تر منځ د میدان وردک ولایت په میدان ښار کې جلسه دایره شوه او طرفینو هڅه کوله چې په سوله ایزه فضا کې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي، د جلسې طرفینو که څه هم یو د بل سر سخته دښمنان وه خو د اعتماد له پلوه یې ملاقات وکړ. د جلسې په دوران کې د پاکستان هڅه داوه چې مسعود باید ووژل شي او یا هم زنداني شي، دا موضوع د رباني د توند غبرګون سره مخ شوه او رباني وویل چې دا د اسلام او د طالبانو د اصولو سره خلاف دی چې زه مسعود د خبرو لپره را وغواړم او بیا غدر ورسره وکړم. همدا و چې جلسه په ډېره ښه توګه اجرا شوله او د پاکستان پلن شنډ شو. د ملاقات څخه دوه ساعته وروسته پاکستان پر ملا عمر فشار وارد کړ او ورته ویې ویل چې ملا رباني د احمدشاه مسعود څخه مالي امکانات ترلاسه کړي او د همدې امله رباني د پاکستان د فیصلې څخه سرغړونه وکړه او مسعود یې ژوندي خوشي کړ. د جلسې په شپه ملا عمر و رباني ته امر وکړ چې عاجل و کندهار ته راشي.
رباني و کندهار ته د رسېدو سره سم د ملا عمر کور ته ولاړ او ملا عمر بېله سلام څخه د رباني څخه وپوښتل چې د مسعور څخه یې څومره مالي امکانات ترلاسه کړي. دا خبره د رباني د توند غبرګون سره مخ شوه ملا عمر امر وکړ چې د رباني څخه هر هغه امکانات بیرته واخیستل شي چې د طالبانو له لوري ورکړل شوي دي (حتی د لاس ساعت او مخابره). ملا رباني پر کور کېنول شو. رباني په قوم کاکړ و او د طالبانو لویه پایه هم کاکړ قوم و، کاکړانو د رباني په توهین توند غبرګون وښود او د ملا محمد عمر سره یې نااعلان شوی پرېکون وښود.
د لر او بر کاکړانو په ملا رباني خواښیني وخوده او د ملا عمر څخه یې خپلي اړیکي پرې کړلې. د ملا عمر اتکا پر دریو قومونو وه لکه نورزي، اڅکزي او کاکړ. د کاکړانو بېلتون په هیڅ صورت و ملا عمر ته د منلو نه وه نو هغه وو چې ملا عمر د رباني و کور ته ورغلی او د ډیرو هلو ځلو وروسته یې ملا رباني د صدر اعظم (رئیس الوزراء) د پوست لپاره راضي کړ.
رباني یو معتدله او نرم مزاجه شخص و او د جګړې سره یې مینه نه درلوده او د پاکستان څخه یې ډېر بد راتلل. کله چې د ملا عمر واکني د ړنګېدو څو میاشتي مخکي ملا رباني په ډېر فریب و پاکستان ته وغوښتل شو او د آی ایس آی له لوري د راولپنډۍ په نظامي قرارګاه کې زنداني شو. رباني په زندان کې د پاکستان و هیڅ ډول غوښتنو ته لبیک ونه وایه نو د همدې امله یې د۲۰۰۱م کال د مارچ د میاشتي پر ۲۶ دروالپنډۍ د نظامي قرارګاه په روغتون وواژه او د سرطان په نوم یې کورنۍ ته وسپاره. د رباني د جسد پوسټ مارټم هم ونشو.
ملا عبیدالله اخند:
عبیدالله اخوند د ملا یار محمد اخند زوی دی، چې په ۱۹۶۸م کې د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ په نلغام سیمه کې زېږېدلی. هغه پر افغانستان د شوروي یرغل پرمهال هم جنگېدلی، څو ځلې ټپي شوی. د طالبانو د تحریک د جوړېدو په لومړیو کې هغه له طالبانو سره یوځای شو. پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته ملا عبیدالله د ملا محمد عمر له خوا د ملي دفاع وزیر وټاکل شو، چې ان تر ۲۰۰۱ کال پورې پر همدې دنده پاتې شو.
الحاج ملاعبیدالله اخند په ۲۰۰۷م کال کښي د پاکستاني استخباراتو او پوځ له لوري ونیول شو او د ۲۰۱۰م کال د مارچ میاشتي پر ۵مه نېټه د پاکستان د پوځ او استخباراتو په یوه زندان کښي په مرموز ډول ووژل شو، تر وژل کېدو دوه کاله وروسته د نوموړي کورنۍ او اسلامي امارت ته فقط درې انځورونه ورکړل سول چي پکښي ملاعبیدالله اخند پر یوه کټ په خپلو کالو کي پروت دئ، زني یې تړلي او مړ شوی دی.
ملا عبیدالله اخند یو زیرک او د نظامي امورو سره سره په سیاسي چارو، اقتصادي چارو، او د منطقې په وضعیت ښه پوره اګاه کس و. ملا عبید الله د نورو طالبانو پر خلاف د ښځو په وړاندي ډېر نرم شخص و حتی د وزارت په وخت کې یې هم د ښځي ( ډاکټر سهیلا صدیق) له دندي ونه شوړلې. د افراطیت په برخه کې د پاکستان مخالف و او د مېجر ګل، مېجر نعمان، کرنل امام، او د نورو پاکستاني افسرانو شتون په افغانستان د نوموړي د مخالفونو څخه و.
مولوي عبیدالله اخند د ډیورنډ پر موضوع د پاکستان علني مخالفت وکړ او د کندهار د عیدګاه د تعمیر د ساختمان پنجابي مسولین یې هم یو ځل د لمونځ نه کولو پر سر د مرګ تر حده وهلي وه چې بیا پاکستانیانو د عیدګاه د جوړوني څخه لاس به سر شول.