آیا افغانستان ماضي ته ستنیږي؟

نجیب مایار
آیا افغانستان ماضي ته ستنیږي؟

د امریکا متحده ایالات، نړیوال متحدین یې او په ملاتړ یې جوړ شوی افغان دولت د هغو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلل چې د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره کړې وې.
د کومې موخې له پاره چې امریکا او نړیوالو متحدینو یې افغانستان ته سرتیري واستول،هغه موخې یې ترلاسه کړې دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له برید ۲۶ ورځې وروسته امریکا د ناټو سازمان د اساسنامې پر بنسټ چې د دغه سازمان غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې له ځانه د دفاع په موخه پر بل هېواد برید وکړي، افغانستان ته ځواکونه واستول. د دوی د راتګ موخه د القاعده شبکې له منځه وړل وو ځکه د دوی په اند هغه د ټولې نړۍ له پاره یو ګواښ و.
شنونکي په دې اند دي چې که القاعده په امریکا برید نه وای کړی، نو امریکا به هېڅکله افغانستان ته د تګ زړه نه و ښه کړی.
که څه هم هغه څه چې د امریکا له پاره یې اهمیت درلود او لویه موخه یې ټاکلې وه تر یوه حده ترلاسه شوه ، القاعده یې په افغانستان کې ماته کړه، رهبر یې وواژه او دا ډله اوس نه شي کولای له افغانستان څخه په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال په شان برید تنظیم کړي، خو هغه څه چې دوی د افغانستان له پاره په خپلو ژمنو کې یادول یا هیڅ ترلاسه نه شول او که ترلاسه هم شول ډېربې سېکه دي .
په دې کې شک نشته چې امریکا د دولت جوړولو په برخه کې د نړۍ په بېلابیلو هېوادونو کې اوږده مخینه لري او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته او د عربو ترپسرلي وروسته په ۲۰۱۱ کال کې یې د نړۍ په اتو هېوادونو کې دولت جوړونه کې کار کړی چې ښې پایلې یې ترلاسه کړې.
ترټولو بریالۍ دولت جوړونه یې کولای شو جاپان او آلمان یاد کړو، خو په ځینو هېوادونو کې یې بیا چندان پایله نه درلوده لکه هایتي او سومالیا کې.
متاسفانه افغانستان کې هم د امریکا د دولت جوړونې بهیر بریالی نه و، د افغانستان دولتي چارواکو د دې لامل د امریکا ناسمه تګلاره او کړنچاره د ستونزو بېخ ګڼي، خو امریکا بیا نور عوامل یادوي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمی خلیلزاد چې په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې ترډېره ښکیل دپلومات پاتې شوی دی په افغانستان کې د امریکا د دولت جوړونې د بهیر د نه بریالیتوب ستونزه پاکستان، د افغانستان ناکامه دولت او نور ګڼي.
هغه څو ځلې ویلي چې د امریکا حکومت په افغان حکومت د فساد پروړاندې د مبارزې په موخه بیلابیل فشارونه وارد کړل، خو تراوسه یې مطلوبه لاس ته راوړنه نه درلوده.
امریکا او نړیوالو ملاتړو یې په افغانستان کې په تیرو شلو کلونو کې میلیاردونه ډالر ولګول، په دې کې شک نشته چې د حکومت جوړونې او زېربناوو د جوړولو په برخه کې کارونه وشول، په هېواد کې ترټولو لویه ستونزه چې د طالبانو په واکمنۍ او له هغه پخوا موجوده وه اوس هم پرخپل حال پاتې ده.
جګړه هره ورځ پراختیا مومي او له خلکو قرباني اخلي، د خلکو ژوند خوندي نه دی، نا امني له کلیو ښارونو ته ورسېدې او لاهم زرګونه کورنۍ د جګړو له امله له خپلو سیمو بیځایه او نورو ځایوته کډه شوې دي.
له شلو کلونو وروسته اوس د خلکو ترټولو لویه ستونزه د امنیت نشتوالی دی او دولت نه دی توانیدلی چې حتی په پلازمینه کې امنیت ټینګ کړي، ولایتونه، لویې لارې او کلیو کې خو هسې هم هیڅ حکوومت حاکمیت نلري.
د افغانستان په اړه د امریکا ناکامه تګلاره د دې لامل شوه چې د امریکا په ګډون د بهرنیو هېوادونو د مرستو ډېره برخه په جګړه ولګول شي، هغه جګړه چې تراوسه هم ورځ تربلې زور اخلي.
امریکا افغانستان ته هغه جګړه پرځای پریږدي چې دوی یې له تمویل او پرمخ بیولو عاجز وو، نو د افغانستان دولت به یې څنګه تمویل کړي.
د افغانستان خلک اوس مجبور شوي چې د بد او بدتر ترمنځ یو غوره کړي، ځکه نه دولت د روانې ستونزې د حل وس لري او نه هم د طالبانو غوښتنې د عملي کیدو وړ او د ستونزو حلوونکې دي.
په افغانستان کې د نوي بدلون د سرلارو تېروتنو او بې کفایتۍ حتی اوس د افغانستان خلک په هغه څه هم بی باوره کړي چې په نوره نړۍ کې یې خلک د بریالیتوب لوړو پوړیو ته وخیژول، خو دلته اوس هم لوږه او جګړه د خلکو ژوند ګواښي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې د ولسمشرۍ ۱۳۹۸ کال په ټاکنوکې دوه میلیونه ۵۹۸ زره او ۴۴۵ کسانو ګډون کړی و.
د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د همدې خبرې لوی ثبوت دی چې په داسې یوه هېواد کې چې ۳۵ میلیون نفوس لري یوازې کسان په ټاکنو کې برخه اخلي.
د دې ټاکنو بریالي نوماند ولسمشرغني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په ترلاسه کولو سره د ټولو استفاده شویو رایو ۵۰،۶۴ سلنه رایې خپلې کړې.
په داسې یوه هېواد کې چې حکومت یې د ټاکنو په پایله کې ټاکل کیږي د رایو ورکونکو دا ترټولو لږ ټیټه کچه ده.
دا په سیستم د خلکو د بې باورۍ کچه ښیي چې حتی ډېرو دولتي مامورینو او امنیتي او دفاعي سرتیرو هم ښایي د ولسمشر په ټاکنو کې ګډون نه وی کړی، په افغانستان کې خو بیا دا کچه ځکه ډېره وای چې برحال ولسمشر نوماند و او دا ښیي چې حتي د نظام مامورین هم یا په دې بهیر بې باوره دي او یا نوماندان د افغانستان د زعامت او ستونزو د حل جوګه نه ګڼي.
د افغانستان اوسنۍ ستونزه داده چې خلکو ته یوه لاره پاتې چې د بد او بد تر ترمنځ یو انتخاب کړي.
ولسمشرغني په تیرو څو کلونو کې یوه ژمنه هم عملي نه کړه او د دولت ډیر پوتنسیل د ده او عبدالله عبدالله ترمنځ په ناندریو تېرشو، نه په لومړۍ دوره او نه هم په دوهمه کې وتوانېد هغه ژمنې عملي کړي چې له خلکو سره یې کړې وې.
خلک اړ شوي چې د اوسني دولت او طالبانو ترمنځ یو انتخاب کړي، ځکه که دولت ځپل کیږي، نو بدیل یې یوازې طالبان کیدای شي، هغه ډله چې یوازې د امارت په راوستلو او ټینګښت عقیده لري او بله هیڅ سیاسي لاره نه مني، طالبان تراوسه هم افغانستان ته په هماغه ډول فکر کوي چې له ۲۰۰۱ کال مخکې و.
طالبان هغه وخت په داسې مهال را میدان ته شول چې افغانستان عملن ویشل شوی و او د قوماندان واکۍ او ملوک الطوایفۍ له امله خلک په کورونو کې هم خوندي نه و. طالبان هغه وخت د امنیت په ټینګښت کې بریالي وو، خو نور ډېر هغه څه یې نه درلودل چې اوس یې خلک او په تېره بیا ځوان کهول تمه لري.
د طالبانو پخوانی سیاست هم اوس د بریالیتوب چانس نه لري،ځکه اوس ټولنه بدله شوې، ښایي دوی فکر کوي چې مخکې مو هم هرڅه پر خلکو په زور عملي کول او راتلونکې کې هم که واک ته رسیږي هرڅه به یې پرخلکو تحمیلي وي.
ستونزه داده چې په افغانستان کې هربدلون خلکو ته په ډېره لوړه بیه تمام شوی، خو بیا بېرته پرې تقریبا د بطلان کرښه کاږل شوې ده.
افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوال ایتلاف په راتلو سره د ځینو بنسټیزو زیربناوو د جوړولو پيل وشو، خو دا دي د شلو کلونو په تېریدو سره اوس د افغانستان ترټولو لوی متحد د امریکا متحده ایالاتو نیژدې بیرته خپل مسیر بدل کړ له دې پرته چې حتی د خلکو غوښتنې او اړتیاوې په پام کې ونیول شي.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو په جوړجاړي سره امریکا او نړیوالو متحدینو یې خپلې هغه لاړې بېرته نوش جان کړې چې شل کاله وړاندې یې توپ کړې وې.
ځکه دوی په هغو ارزښتونو معامله وکړه چې شل کاله وړاندې یې د راوستلو او بنسټیزتیا په موخه جګړه پيل او زرګونه کسان یې د دموکراسۍ د مخالفینو او ترهګرو په نامه ووژل، خو اوس یې بیا له هماغه ډلې سره هوکړه او جوړجاړی وکړ.
همدا ناکامې د دوی په تګلارو کې له پخوا څرګنده وه چې له امله یې افغان دولت هم ونه توانېد یوه داسې دولتي اداره جوړه کړي چې لږ ترلږه د دولت دارۍ اوسنیو اړتیاو ته ځواب ویونکي وي، د دولت جوړونې پرځای سیاستوالو په خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو ټینګار وکړ او ټول وخت یې یو بل ته په ستونزو جوړولو تېر کړ.
په فزیکي ډول هم د هرې ورځې په تېرېدو د دولت د حاکمیت لمن راټوله او ګڼې ولسوالۍ یې پریښودې. طالبانو هم له فرصت او د حکومت له داخلي ستونزو په استفادې جګړه له ولسوالیو ښارونو ته ولیږدوله او د لویو چاودنو پرځای یې هدفي وژنې او د دولتي مامورینو او په تېره بیا پوځیانو په نښه کولو چاره چټکه کړه .
په دې سره د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې کچه هم د بل هر وخت په پرتله لوړه شوه.د امریکا له سیاستونو د افغانانو ناخوښی له کلونو پخوا پیل شوې وه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ د هغه په وینا د « کشتي نرم» لوبې دوام درلود،
هغه وخت فکر کېده چې ښایي دا امریکا د ځینو کږو سیاستونو لامل د کرزي سیاست وي چې امریکا ترې ناخوښه ده او د نوي ولسمشر په راتلو به دا ستونزه حل شي.
د ولسمشر غني په راتلو سره فکر کېده چې امریکا به نور له افغان دولت سره د زړه له تله او اخلاص کار وکړي او یوه پیاوړې اداره به جوړه کړي چې د خلکو ټولې ستونزې حل او غوښتنو ته یې رسیدګي وکړای شي.
حامد کرزي ظاهرا په همدې پلمه له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه چې دا هېواد په افغانستان کې د امنیت او سولې ټینګښت او جګړې پای ته رسولو ته ژمن نه دی.
ولسمشر غني واک ته په رسېدو سره ترټولو لومړی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او تراوسه حتی د هغه د هیڅ سیاست پروړاندې یې ښکاره مخالفت نه دی ښودلی، خو بیا هم له امریکا سره هغه ستونزې حل نه شوې چې مخکې یې فکر کېده لامل یې د حامد کرزي مخالفتونه او نیوکې وي.
ولسمشرغني د دې له پاره چې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او د ستونزو د حل په موخه یې یوه پیاوړې او له فساد خلاصه اداره جوړه کړي، ډېر وخت له عبدالله عبدالله سره په سیاسي مخالفت تيره کړه او دوه درې سوه کسان له لسو کلونو را په ديخوا په ملت مسلط کړي دي، چې له یوې دندې لیرې شي په بله یې ګومارلی وي،عام خلک نور له اوسني دولت هم نهیلي شوي دي. ځکه دوی فکر کوي چې دولت د عایداتو د یوې سرچینې په توګه کارول کیږي او یوازې یو څو کورنۍ دي چې د دولت هرڅه یې په لاس کې اخیستي دي.
له دې وضعیت څخه نه یوازې افغانان ستړي شوي، بلکې د دولت نړیوال متحدین هم نور دې پایلې ته رسیدلي چې له دوی څه نه جوړیږي او په بدیلو لارو یې کارونو ته مخه کړې ده چې له طالبانو سره د امریکا هوکړې د دې خبرې لویه بیلګه بلل کیږي.
ولسمشر غني واک ته په رسېدو تراوسه د فساد پروړاندې د جدي مبارزې او قاطع دریځ ژمنې کړې، خو لاهم دا ستونزه له منځه نه ده تللې. اداري او مالي فساد د دولت په ټولو کچو کې ریښې کړې او تردې پورې رسیدلی چې حتی د کرونا ویروس د بحران په وخت کې یې هم دولتي چارواکو فساد وکړ او د مړیو له تابوتونو یې هم پیسې وخوړې، چې د فساد په تور څارنوالۍ ته د لسګونو چارواکو معرفي کیدل یې د اثبات ښه بېلګه ده.
دا کسان نه د ولسواکۍ او مدرن دولت اصولو او ارزښتونو ته ژمن دي نه اسلامي او اخلاقي ارزښتونو ته یوازې او یوازې جیبونه ډکوي.
کله چې له کفن او تابوتونو غلا وکړي، نو تردې د انسانیت لوېدلې بڼه نشته ده. د زورواکانو د ځپلو شعار هم په عمل کې بدل راوخوت ،ورو ورو هماغه ډلې حاکمیت ته راځي چې تر طالبانو مخکې واکمنې وې. له کلونو کلونو جګړې وروسته لاهم دولتي حاکمیت ورځ تربلې مخ په کمېدوه ده، خو جګړه زور اخلي.
د روان وضعیت مسوولیت یوازې او یوازې حاکمې ادارې او ولسمشر غني ته رسیږي، ځکه همدې ادارې حالات تردې را ورسول چې خلک له دولت مخ واړوي، ولسمشر له خلکو سره په زرګونو ژمنې وکړې، خو عملي کولو ته یې هیڅ پام نشته.
وزګارتیا چې د ټولنې ترټولو جدي ستونزه وه او ده ورځ تربلې ډېریږي او حتی موجوده حکومت سلګونه دولتي مامورین هم له دندو ګوښه کړل.
خلک حق لري چې له دولت مخ واړوي، ځکه کوم فرصتونه چې دولت د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې لرل، ټول یې له لاسه ورکړل او حتی اوس خلک په پلازمینه کې په خپل کور کې هم خوندي نه دي او د نا امنۍ احساس کوي، وزګارتیا او نور خو لا پرځای پریږده.
د افغانستان نړیوال متحدین هم ستړي او نهیلې شول، هغو متحدینو په تيره امریکا چې د افغانستان دولت لوی ملاتړ او متحد وو له دولت څخه نهیلی شو او له هغې ډلې او لوري سره خبرو ته کیښناست چې کلونه کلونه یې پروړاندې جګړه وکړه.
امریکا بریالۍ شوه ځکه د خلکو سرتیرو ژوند یې وژغوره، خو د افغانانو برخلیک لاهم ګونګ دی. له دې وضعیت طالبانو هم ښه لوړه استفاده وکړه، نړیوال هویت یې ترلاسه کړ، زرګونه بندیان یې خوشي کړل او د ټرمپ ادارې ته یې قناعت ورکړ چې دوی کولای شی له نړیوالو قوتونو سره معاملې وکړی.
ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره له سره هم جوړ نه و، خو چې کله هغه ته د سولې چارې وسپارل شوې بیخي ورسره وران شو، ولسي جرګې خو دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه رد کړه او درېیم ځل تصویب کړه، ولسي جرګې له خپل صلاحیت څخه په رښتیني توګه استفاده وکړه.
د ځوانانو لو دی چې وژل کیږي، خو د جګړې دواړه لوري لاهم د جګړې د تمویل په موخه په لابي بوخت دي ترڅو روانه جګړه تمویل کړي.
بلخوا وروستي حالات او فشارونه د دې لامل شو چې ولسمشر غني یوځل بیا هغو کسانو ته رجوع وکړي چې مخکې یې له خپل صف څخه د زورواکانو، ټوپک سالارانو او بنسټ پالانو په نامه ایستلي وو او د حکومتي ادارو ډېروخت د دوي پروړاندې په تبلیغاتو تېرېده.
د دې وضعیت په دوام کې یوازې روڼ فکره او لوستی قشر زیانمنیږي او بس.