د تخار په رستاق ولسوالۍ کې څوارلسو کلیو ته د څښلو اوبو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې شوې. دا شبکه د دغې ولسوالۍ د پسابند کلیو ته د سویډن موسسې په همکارۍ جوړه شوې ده.
د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي په دې پروژه ټولې ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. مسوولین وایي اوبه له ژورو څاګانو څخه د سولر برېښنا په وسیله زېرمې ته لیږدول کیږي او وروسته څوارلسو کلیوو ته د شکبې له لارې ویشل کیږي.
د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس صبغت الله نظري وایي: « په دې پروژه کې ژورې څاګانې کیندل شوې او ۶۵۲ تختې سولر، ۸۷ کیلومتره پیپ، ۱۶ زېرمې او ۷۰ شیرونه کارول شوي دي.»
ښاغلي نظري وویل د دغه شبکې د جوړولو پرمهال د سیمې خلکو ته له سلو ډېرې ورځې د کار زمینه برابره شوې وه چې په بشپړېدو سره یې له زرو ډېرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالې روغتیاساتنې رییس غلام قادر د شبکې د پرانیستې پروخت له خلکو وغوښتل چې د دغې شبکې د تاسیساتو په ساتنه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا د رستاق ولسوالۍ د ده سبزګوګري په کلي کې هم د جمعې په ورځ د څښاک اوبو یوه شبکه پرانیستل شوه.
د مسوولینو په وینا د دې شبکې په جوړولو ۴ میلیونه او ۷۱۸ زره افغانۍ لګښت راغلی او د جوړولو پروخت یې سلګونوکسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
په دغه شبکه کې ۲۰ تختې سولر، یوه زیرمه او ۶ زره متره نل، د اوبو ایستلو
ما شین او نور توکي کارول شوي چې په بشپړېدو یې د ۴۰۰ کورنیو د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه حل شوې ده.
د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي په ۱۳۹۹ کال کې یې په رستاق ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو د چمتو کولو ۲۳ شبکې ترکارلاندې نیولې وې چې لس دا شبکې بشپړې شوې دي.