د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړی راشد خان د کرکت د نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړه ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ راشد خان د ۲۰اوریزو سیالیو د لسیزې په غوره ټیم کې هم اعلان.
د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي :« راشد خان ۸۹ ویکټې اخیستې او درې ځلې یې څلور ویکټي یو ځايي اخیستي دي.»
د افغانستان کرکټ بورد د کرکټ د نړیوالې شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی.
د افغانستان د کرکټ بورد ویاند حکمت حسن صبح کابل ورځپاڼې ته وویل راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی ټاکل شوی او په همدې موخه جایزه ورکړل شوې ده.
حسن وایي:« راشد خان په ۲۰۱۵ ز کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د هېواد لپاره ستر اعزاز او ویاړونه ګټلي او تر دې چې د نړیوالو لپاره هم یوه بېلګه بلل کیږي.»
دا لومړی ځل دی چې په کرکټ کې افغان لوبغاړی د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي.
راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته له لارموندنې راپدېخوا د ډېرو په اند ښه ځلیدلی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ویلي د ویاړ احساس کوي.
هغه لیکلي:« خوښ دی چې دا ډول یو ایوارډ ورته ورکول کیږي.»
په افغانستان کې په خواله رسنیو د کرکټ شورا دا پرېکړه ستایلې او راشد خان یې یو غوره او بې سیاله لوبغاړی بللی دی.
غبرګونونه:
د افغانستان د کرکټ بورد ویاند حکمت حسن وایي کرکټ بورد د کرکټ په ډګر کې د نوموړي هلې ځلې او وړتیاوې د تاریخ د پاڼو زرینې او ویاړمنې کرښې ګڼي چې د نړیوالو سربېره د افغانستان نوی نسل هم ترې اغېزمن دی.
خو دا چې د کرکټ د نړیوالې شورا په دې نوملړ کې د پاکستان هیڅ لوبغاړي لومړی مقام نه دی خپل کړی، نو د کرکټ د نړیوالې شورا په دې پرېکړه د ډېرو پاکستانیانو احساسات پړسیدلي او په اړه یې منفي غبرګونونه ښودلي دي.
نه یوازې د پاکستان لوبغاړی په کې نه دی راغلی بلکې د هند څلورو لوبغاړو دې نوملړ ته لاره کړې ده.
د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلان له مخې د افغانستان پر راشد خان سربېره د هند څلور لوبغاړي روهېت شرما، وېرات کوهلي، ایم ایس ډهوني، جسپریت بومرا، له ویسټ اېنډیز د کرېس ګېل او کېرون پولارډ، له اسټرالیا د ارون فېنچ او ګلېن مېکسوېل، له سویلي افریقا د اې بي ډیویلیرز او له سریلانکا د لاسیت ملېنګا نومونه راغلي دي.