د امیرعلي شيرنوایي افکارو د نوې کتنې نړیوال سمینار پای ته ورسېد

نجیب مایار
د امیرعلي شيرنوایي افکارو د نوې کتنې نړیوال سمینار پای ته ورسېد

په افغانستان کې د تیموریانو دورې د شاعراو سیاستوال امیرعلي شیرنوایي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينارپای ته ورسېد.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهرزهیر وایي دا سمینار چې د چهارشنبې په ورځ « وري ۱۸» په هرات کې پیل شوی و د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېد.

دا سمینارد علي شیرنوایي د زوکړې د ۵۸۰ کلیزې په مناسبت جوړشوی و چې د مسوولینو په وینا د اوزبیکستان، ترکیې او تاجیکستان په ګډون د نړۍ له لسو هېوادونو څخه کارپوهانو او« نوایي پیژندونکو» پکې ګډون کړی و.

د دغه درې ورځیني سمینار په پيل کې د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون د علمي کمېټې رييس عزيزالله ارال د دغې کمېټې کاري رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د دغه سمينار په مناسبت څه ناڅه ۵۰ علمي مقالې کمېسيون ته استول شوې وې چې د علمي معيارونو له په پام کې نيولو سره په يوه ځانګړې ټولګه کې چاپ شوې دي.

ښاغلي ارال په ازبکستان کې د اميرعلي شېرنوايي د “خمسه” د چاپېدلو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې ډېر ژر به د افغانستان پوهنتونونو او نورو علمي بنسټونو ته ورکړل شي.

د سمینار په لومړۍ ورځ جمهوررییس غني د ویډیويي پیغام  له لارې او کورنیو او بهرنیو مېلمنو د امیرعلي شیرنوایي د شخصیت او علمي پوهې په اړه خبرې وکړې او هغه یې د سیمې د هېوادونو د فرهنګونو نښلونکی وباله.

جمهوررییس غني له « نوایي پیژندونکو»مېلمنو څخه د مننې په ترڅ کې د سیاسي او اقتصادي پراختیا په برخه کې د فرهنګ رول اغیزناک وباله او د داسې برنامو جوړول د سیمې د پیوستون لامل شي.

ښاغلي غني امیرعلي شیرنوایي، یو لوی عالم او د دغه علمي شخصیت په جوړولو کې یې د هرات رول ارزښتناک وباله.

جمهوررییس وویل:« د امیرعلي شیرنوایي آثار په دوو ژبو ترکي او فارسي دري لیکل شوي او د دواړو ژبو اړیکي نه شلیدونکې دي.»

په دغه سمینار کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د جمهورریس ځانګړي استازي عصمت ارګشوف د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا اړیکي به لاغښتلې او دوامداره شي.

ښاغلي ارګشوف وویل:« هېواد به یې ژر له هرات سره سوداګریزې اړیکي پيل او په هرات کې به خپله قنسلګري پرانیزي.»

هغه هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو فرهنګیان د امیرعلي شیرنوایي اند، نوي کهول ته ورزده کړي او د دغه عالم له ګټورو اثارو استفاده وکړي.

د سمینار لومړۍ شپه د هرات په لرغوني ارګ کې د ټنګ ټکور، موسیقي او شعر ویلو ته ځانګړې شوې وه.

د دغه سمینار په څنډه کې د تیموریانو دورې د لاسي صنایعو او هنري آثارو نندارتون هم جوړ شوی و چې ګڼو کسانو ترې لیدنه وکړه.

 نوموړی په هرات کې زږیدلی او د ۵۱ کلونو په عمر همالته مړ شوی دی.

امیرعلي شیرنوایي چې په ۸۴۴ ه ق په هرات کې زږیدلی او په ۹۰۶ ه ق مړشوی د تیموریانو د دورې یو نومیالی شاعر، عالم او سیاستوال و.

هغه په اوومه او اتمه هجري قمري پیړۍ کې د تیموریانو دورې د پادشاه سلطان حسین بایقرا په باوري او مهمو کسانو کې راته.

 امیرعلي شیرنوایي چې په ۵۱ کلنۍ کې په هرات کې مړ شوی له دېرش تر ۹۰ پورې په فارسي او ترکي ژبو لیکلي آثارلرل.