د کندهار د ۵۰۰۰ قراردادي ښوونکو تشکیل لغوه شوی دی

نجیب مایار
د کندهار د ۵۰۰۰ قراردادي ښوونکو تشکیل لغوه شوی دی

کندهار کې لسګونو قراردادي ښوونکو له هغه وروسته دندې پرییښې چې معاشونه یې ورنه کړل شول. په کندهار کې هرکال د نوي ښوونیزکال په پیلېدو سره زرګونه د اړتیا وړ ښوونکي په قراردادي ډول استخدامېدل چې د رسمي ښوونکو ترڅنګ به یې د کال ترپایه په ښوونځیو کې تدریس کاوه. خو سږکال دا بهیر درېدلی دی.
په کندهار کې یو شمېر ښوونکي چې د نوي ښوونیزکال په پیلېدو سره یې په ښوونځیو کې تدریس پيل کړی و اوس له پینځو میاشتو وروسته دغه کار ته نه حاضریږي.
دوی وایي د پوهنې ریاست د ښوونیزکال په پيل کې ورسره ژمنه کړې وه چې دوی ته به د تدریس په بدل کې «حق الزحمه» ورکول کیږي، خو اوس چې څو میاشتې تېرېږي ورته ویل شوي چې دا تشکیل د وزارت له خوا نه دی منظور شوی او سږکال قرادادي ښوونکي نه لري.
فرزاد چې په کندهار کې په یوه ښوونځي کې ښوونکی و صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: د نوي ښوونیزکال له پيل څخه را په دېخوا یې د کندهار ښار په یوه ښوونځي کې تدریس پیل کړی، څو میاشتې تیرې شوې، خو معاش یې نه دی ورکړی.
فرزاد وایي:« معارف ریاست مخکې ویل چې تشکیل منظوریږي، لیستونه یې هم نیولي وو، خو وروسته یې بیا وویل چې د وزارت له خوا دا تشکیل نه دی منظور شوی.»
هغه وایي د قناعت وړځواب یې نه دی ترلاسه کړی، نو ځکه یې تدریس هم پریښی او لسګونه داسې کسان دي چې په ښوونځیو کې یې تدریس کاوه ، خو د معاش د نشتوالي له امله یې دندې خوشي کړي دي.
خلیل الرحمان د کندهارښار د یوه بل ښوونځي ښوونکی دی چې وایي پینځه میاشتي کیږي تدریس کوي، خو معاش نشته.
هغه وایي:« حق الزحمه یې تراوسه نه ده راکړې، نورمعاش خو نلرو. اول نظارتیانو هم د حق الزحمه ښوونکو لیستونه نیولي وو او ورته ویل کېدل چې ښایي لیست یې منظورشي، خو اوس وایي چې دا تشکیل نه منظوریږي »
د کندهارد پوهنې ریاست هم دا مني چې په نوي ښوونیزکال کې په دغه ولایت کې قراردادي ښوونکو ته معاش نه دی ورکړل شوی.
د کندهارد پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: د نوي ښوونیزکال په پیلېدو سره یې د پوهنې له وزارت سره دا ستونزه شریکه کړه چې ښوونکو تشکیل لږ دی او قراردادي ښوونکو ته د نورو کلونو په شان اړتیا لري، خو وزارت په ځواب کې ورته ویلي چې د ولسمشر د حکم له مخې سږکال قراردادي ښوونکي نه استخدامیږي او دا پرېکړه یوازې په کندهار کې نه بلکې په ټول افغانستان کې تطبیقیږي او عمومي پرېکړه ده.
هغه وایي د وزارت له دې ځواب وروسته د پوهنې ریاست په کندهار کې له ځوانانو، مدني ټولنو، خبریالانو او نورو سره مشورتي ناسته را وبلله او په دې برخه کې یې د دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په داوطلبانه ډول په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
د کندهارد پوهنې ریاست ویاند وایي یو شمېرځوانان چمتو شول چې د خپلې استوګنې او یا کار سیمې ته نېژدې په ښوونځیو کې څو ساعتونه وړیا تدریس پرغاړه واخلي، خو دوی ته معاش او یا حق الزحمه نه ورکول کیږي، بلکې د خپل احساس له مخې دې همکارۍ ته چمتو شوي دي.
د هغه په وینا له شپږو میاشتو را په دېخوا یو شمېر ځوانان چمتو شوي چې د کندهار په یو شمېر ښوونځیو کې چې هلته ښوونکو ته جدي اړتیا وه وړیا تدریس وکړي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وایي:« دوی په وړیا توګه د څو ساعتونو تدریس پرغاړه اخیستی دی، خو ورته ویلي مودي چې که د قراردادي ښوونکو تشکیل بیا د تېرو کلونو په شان تایید شو او یا ښوونکو ته د حق الزحمې ورکول بیا پيل شول، نو د کندهار د پوهنې ریاست به هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړي چې مخکې له مخکې یې په ښوونځیو کې تدریس پيل کړی وي. »
په کندهار کې له تیرو څو کلونو را په دېخوا د پوهنې بهیر نا امنیو او روانو جګړو ځپلی دی. له دې امله په ځینو ولسوالیو کې لاهم لسګونه ښوونځي تړلي او زرګونه هغه ماشومان له زده کړې بې برخې دي چې ښوونځي ته د تګ عمر یې بشپړکړی او په شرایطو برابر دي.
پر نا امنیو او نورو ستونزو سربېره د مسلکي ښوونکو کموالي او یا نشتوالی یې بله ستونزه ده چې حتی د کندهار په ښارکې ښوونځي ورسره لاس او ګرېوان دي.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي هغه رسمي تشکیل چې د پوهنې وزارت له خوا کندهار ته ورکړل شوی کفایت نه کوي او هرکال به دغه ریاست زرګونه نور ښوونکي په قراردادي ډول استخدامول او په ښوونځیو کې به یې ګومارل.
د کندهارد پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې په کندهار کې هرکال په رسمي ښوونکو سربېره ۵۰۰۰ ښوونکي د قرادادي ښوونکو په توګه استخدامېدل او د پوهنې وزارت له خوا به ورته تشکیل ورکول کېده، خو په روان ښوونیزکال کې دا تشکیل نه دی منظور شوی.
د کندهارد پوهنې ریاست ویاند وایي:« دا یوه جدي ستونزه ده هرښوونکی چې مخکې یې په اونۍ کې په ښوونځي کې ټول ۲۵ درسي ساعتونه تدریس کاوه اوس ۳۵ ساعتونه ورکړل شوي، د ښوونکو د کموالي ستونزې د حل په موخه د ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو او حتی اجرایي مدیرانو ته هم درسي ساعتونه ورکړل شوي او د خپلو کارونو ترڅنګ تدریس هم کوي، څو دا ستونزه حل شي.»
صمیمي وایي په کندهار کې هر ښوونځي چې پخوا یې ټول اتیا ښوونکي لرل سږکال یوازې هماغه رسمي د تشکیل لس ښوونکي لري، ځکه د حق الزحمې په بدل کې استخدام شوي ښوونکي سږکال نشته.
په کندهار کې تردې وړاندې حتی د پوهنې وزارت له خوا ورکړل شوی د ښوونکو رسمي تشکیل ځینې بستونه هم تش وو او ښوونکي نه وو استخدام شوي، خو اوس د ستونزې د حل په موخه د اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا له داوطلبانو ازموینه واخیستل شوه او تر ۱۰۰۰ پورې ښوونکي چې په ازموینه کې بریالي شوي وو ګومارل شوي، خو دا هم د ښوونکو د کموالي ستونزه په بشپړ ډول نه حلوي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وایي:« د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په روان کال کې ۱۰۰۰ ښوونکي استخدام کړي، خو په هېڅ صورت په کندهار کې د ښوونکو د کموالي ستونزه نشي حلولای.»
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي په ۱۳۹۹ ښوونیز کال کې دغه وزارت قراردادي ښوونکي نه لرل او په هېڅ ځای کې دا ډول قرارداد نه دی شوی. د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې آرین صبح کابل ورځپاڼې ته وویل په کندهار او نورو ولایتونو کې د تېرښوونیزکال د قراردادي ښوونکو معاشونه ورکړل شوي دي.
آرین وایي:« په ۱۳۹۹ کال کې قراردادي ښوونکي نه دي استخدام شوي، نه ورسره قرارداد شوی، په کندهار کې مو هم دا ډول ښوونکي نه لرل چې قرارداد نه وي، نو معاش هم نشته.»
په کندهار کې اوس د رسمي ښوونکو شمېر ۳۵۶۸ کسانو ته رسیږي چې په ښوونځیو کې تدریس کوي چې له دې ډلې یې ۱۰۲۸ یې ښځې دي.
د کندهار د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دا تشکیل د دوی اړتیاوو ته په پام کافي نه دی او نورو ولایتونو ته په پام د دغه ولایت د ښوونکو تشکیل لږ دی.
که څه هم په تېرښوونیز کال کې د کندهار له پاره ۲۱۰۰ بسته تشکیل منظورشوی چې د استخدام چارې یې روانې دي، خو د کندهار د پوهنې ریاست وایي لا روښانه نه ده چې له دې څخه به څومره کسان په دندو وګومارل شي، ځکه لاهم تدریسي بهیر ته دا کسان نه دی شامل شوي.
د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې ټول ۴۸۸ ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې یې ۳۵۱ فعال دي او زده کوونکي په کې زده کړه کوي، خو ۱۳۷ نور یې د نا امنۍ په شمول د بېلابیلو لاملونو له امله تړلي دي.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وایي که دا تړلي ښوونځي فعال شي، نو ۷۰ زرو ماشومانو ته به د زده کړې زمینه برابره شي.
د کرونا ویروس د خپرېدو د ډېروالي له ګواښ سره سره په کندهار کې نوی ښوونیزکال څو میاشتې مخکې پيل شوی چې د مسوولینو په وینا تر ۲۵۰۰۰ نوي ماشومان یې ښوونځیو ته جذب کړي چې له دې ډلې یې ۹۰۰۰ نجونې دي.