غور، خوست او زابل کې؛ سلګونو کسانو د امنیتي ځواکونو په ننګه وسلې پورته کړې

صبح کابل
غور، خوست او زابل کې؛ سلګونو کسانو د امنیتي ځواکونو په ننګه وسلې پورته کړې

په تخار کې په یوه بې ساري اقدام کې ښځو د ښار په بیلابیلو سیمو کې په ځای پرځای شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو هندوانې ویشلې دي. خپاره شوي انځورونه ښیي چې په تالقان ښار کې لسګونه نجونې او ښځې په امنیتي او دفاعي ځواکونو هندوانې ویشي.

د دوی له قوله ویل شوي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او که اړتیا شي د دوی په ملاتړ به وسلې هم پورته کړي او د وسله والو مخالفینو پروړاندې به جګړه وکړي.

په هېواد کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د عامو خلکو د ملاتړ په لړ کې د جمعې په ورځ  په خوست ، غور او زابل ولایتونو کې سلګونو کسانو له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

په خوست کې محلي مسوولین وایي د خوست په سپېره ولسوالي کې سلګونو کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د دوی په ولسوالۍ کې جګړه وکړي او یا په عامه شتمنیو برید وکړي.

دوی ټینګار وکړ چې د خپلې خاورې او عزت د ساتنې په موخه یې وسلې پورته کړې او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترشاه به ولاړوي.

په دغه ولسوالۍ کې د ځدراڼو د شورا رییس مارک ځدران وویل چې وسله والو ته به اجازه ورنه کړي چې ورا نکاره فعالیتونه وکړي.

د خوست والي مهمند کټوازي د دغو کسانو او په تېره بیا ځوانانو وطني مینه وستایله او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې په خوست کې به همیشنی امن ټینګ وي.

ښاغلي کټوازي وویل:« امنیتي او دفاعي ځواکونه او کشفي ارګانونه له بل هر وخت پیاوړي شوي، مورال یې لوړ او د خپلو خلکو د ساتنې په لاره کې به هیڅ راز قرباني ونه سپموي.»

 په ورته وخت کې د خوست په تڼیو، ځاځي میدان او د خوست په مرکز کې سلګونو کسانو په ورته اقدام سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او پرېکړه یې وکړه چې که هرڅوک په دغو ولسوالیو کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو برید وکړي، نو دوی به د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.

همدا راز د جمعې په ورځ د غور ولایت د مرغاب او دولت یار ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د حکومت ملاتړ او د طالبانو پرضد لاریون کړی.

دغو کسانو له جمهوریت، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی او له خلکو یې غوښتي چې په خپلو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد ملي پاڅون وکړي.

زابل کې بیا سلګونو کسانو په کلات ښار کې د حکومتي مسوولینو په ملتیا په یوه غونډه کې ژمنه کړې چې طالبانو ته به په هیڅ صورت اجازه ورنه کړي چې خلک وځوروي او عامه تاسیسات زیانمن کړي.

محلي مسوولین وایي په دوی کې پخواني جهادي قوماندانان، قومي مشران، د ولایتي شورا غړي او یو شمېر دیني عالمان شامل دي چې وایي د طالبانو کړنو او نارواوو دوی اړ کړل چې د دې ډلې پروړاندې راپورته شي.

د زابل والي حمیدالله توخي د پاڅون کوونکو روحیه او احساسات ستایلي او دوی یې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې ریښتیني مجاهدین بللي دي.

 ښاغلي توخي وویل:« که طالبان د پردیو په اشاره د هېواد ورانۍ او ظلم ته دوام ورکړي، ولسي پاڅونوال او حکومت به یې له منځه یوسي، نو ځکه د خلاصون یوازینۍ لاره سوله ده.»

هغه وویل:« د زابل ولسي پاڅونوال به سر له همدې ورځې د طالبان د طالبانو پروړاندې جګړې ګرمو سنګرونو ته لاړشي او له خپلې خاورې او عزت به دفاع وکړي.»

 د حکومت په ملاتړ او وسله والو طالبانو پرضد د ولسي پاڅونوالو په نامه د وسله والو کسانو را پورته کیدل له هغه وروسته زور واخیست چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له شلو ډېرې ولسوالۍ د طالبانو له خوا یا ونیول شوې او یا هم د امنیتي او دفاعي ځواکونه ترې ووتل.

حکومت دا یو غوره ګام او د وسله والو پروړاندې د ولس غبرګون ګڼي، خو یو شمېر نور بیا وایي په خلکو کې د نا ثبت شویو وسلو ډېرېدل به د هېواد وضعیت لا ترینګلی کړي او هېواد به د جګړې په ډګر بدل شي.