قیصاري: ټول راته بګېل یئ ، لاس مو خلاص

نجیب مایار
قیصاري: ټول راته بګېل یئ ، لاس مو خلاص

 له هغه وروسته چې د بلخ والي فرهاد عظیمي نظام الدین قیصاري د ولایت مقام ته وروباله او د بلخ د ملي امنیت د رییس او امنیې قوماندان پر وړاندې یې له هغه څخه په لیکلې بڼه ژمنه ترلاسه کړه چې نور به په بلخ کې د حکومتداری او عدلي او قضایي چارو کې مداخله نه کوي، قیصاري په دې اړه تند غبرګون ښودلی دی.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري چې یو ځل دوه کاله وړاندې په فاریاب کې د ملي امنیت له خوا ونیول شو او کابل ته ولیږدول شو اوس په مزارشریف کې له لسګونو ساتونکو سره ژوند کوي.

په هغه ویدیو کې چې تازه خپره شوې قیصاري د بلخ د والي په وروستیو څرګندونو په  تند غبرګون ښودلی .

قیصاري وايي له دولت څخه د ده د ملاتړ په اړه باید څوک شک ونه کړي او  خلک په دې خبر دي.« زه قانوني شخص یم،له جمهوریت ملاتړ کوم، ملاتړ مې وکړ، د نظام او دولت په خاطر مې ډېر زحمت تیرکړی، زر کسه شهیدان او ټپیان مې په دې لاره کې ورکړي دي.»

 نوموړی د هغه نیوکه په اړه هم غبرګون ښودلی چي وایي په داسې حال کې چې په فاریاب کې قیصاري شتون ته ډېر ضرورت دی، خو هغه له لسګونو ساتونکو سره په مزار کې پروت دی.

قیصاري وایي:« زه د فاریاب یم، زړه می چې په کابل کې اوسم ،که مزارکی اوسم، یا په فاریاب کې اوسم، زه کوم مجرم نه یم، فرهاد عظیمي تلویزیون ته  ویلي که قیصاري غیرقانوني وکړي زه به یې مخه ونیسم، هیڅ نه شي کولای ، په ما دې زورنه رسیږي. یوځل مو زور وواهه بس دی، تاسو ما ته بګیل یی او ناځوانانو.»

قیصاري ادعا کوي چې د ده پروړاندې توطیې جوړوي او حتی د ده په اړه یې ولسمشر ته هم ناسم مالومات ورکړي دي:« تاسو وایۍ قیصاري اختطافګر دی، زورواکی دی، حتی ولسمشر ته مو فریب ورکړی، هغه ته مو ویلي چې قیصاري وایي زه د مزار خدای یم، توطیه نوره بس ده، دومره توطیه؟»

د جنبش ګوند دا پخوانی قوماندان د خپل ځواک ښودنه هم کړې او هغو کسانو ته چې نوم یې نه اخلي په خطاب کې وایي چې پر ما مو زور نه رسي. قیصاري وړاندې وایي:«  راغلی زه مو په طیاره ، ټانک، وویشتم ، تاسو وښوده چې قیصاري څوک دی.»

قیصاري ځان د جمهوریت ملاتړی بولي او نورو ته په خطاب کې چې ښایی د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وي وایي:« یو وار د دولت ملاتړ کوی ، بیا وایي د لنډ مهالې ادارې ملاتړکوو، یوځل وایي چې موږ خپلواک یو، هیڅ نشی کولای دادولت دولت دی، له جمهوریت څخه ملاتړکوم، تاسو ته روښانه وایم چې توطیه نوره بس ده او توطیه مه جوړوی، دلته هرڅوک ژوند کولای شي اوزبیک ژوند کولای شي تاجیک ژوند کولای شي او پښتون ژوند کولای شي.»

نظام الدین قیصاري وایي توطیې نورې بس کړی او که بیا هم دې کار ته دوام ورکوئ او زور کوئ نو پته او کور مې مالوم دي راشئ:« موږ او تاسو یو قوم یو، که زور کوی لاس مو خلاص، تاسو ټول ماته بګیل یی، کور مې، پته مې روښانه ده، په مزار کې می کور او قرارګاه معلومه ده، هرڅوک چې زور وهي رادې شي ځای مې مالومدار دی.»

د شمال دغه قوماندان د بلخ مسوولینو ته په خطاب کې وایي چې  هرڅه پر ده مه تپئ او هر غیرقانوني کار چي وشي مسوول یې  قیصاري نه دی.

هغه وایي:«  بس ده نور توطیه هرڅه چې کیږي په قیصاري یې ورتپی، شل کاله کیږي چې مزار خورئ، نه مو یې ځمکه پریښوه ، نه مو یې مال پریښود، نه مو یې ګمرک پرېښود، اختطاف تاسو کوی، غلا تاسو کوی، د ځمکې غصب او غلا تاسو کوی، ستاسو په اړه زه دومره سندونه لرم چې انشا الله ټول را وباسم.»

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي څو ورځې وړاندې هغه لیک خپور کړ چې ښیي له نظام الدین قیصاري څخه ژمنه اخیستل شوې چې په دولتي چارو او عدلي او قضایي موضوعاتو کې به کار نه لري.

 د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي ویلي وو قیصاري په دې لیک کې  چې د امنیتي تړون د طرحې په نامه یادیږي ژمنه کړې چې د امنیتي تړون له ټولو سپارښتنو به اطاعت کوي.

 عظیمي وایي:« د نظام الدین قیصاري او د هغه  ترامر لاندې کسانو څخه د بلخ امنیتي ارګانونو ته شکایتونه شوي و چې د بلخ د امنیې قوماندان او ملي امنیت د رییس په حضور کې را وغوښتل شو او له ډېرو بحثونو وروسته هغه ژمنه وکړه چې په حقوقي، غیرقانوني او د ځمکې پرسر دعواوو کې به مداخله نه کوي.»

عظیمي لیکلي هر څوک چې د  قیصاري له نامه څخه په استفادې داسې کارونه کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.

په بلخ کې سیمه ییزې سرچینې وایي له قیصاري دا تعهد اخیستل شوی چې امنیتي تړون ته به درناوي کوي، که یې چاته زیان اړولی وي مالي خساره به ورکوي، له دولت سره به همکاري کوي، که یې ځمکه یا کور غصب کړی وي خپل خاوند ته به یې بیرته سپاري، وسله او وسله وال به یوازې د ځان د ساتنې په موخه په قانوني ډول ګرځوي، که چا پرې ادعا وکړه عدلي او قضایي ارګانونو ته به ورځي او خپل پورونه به ورکوي.

نظام الدین قیصاري دوه کاله وړاندې د ملي امنیت له خوا په فاریاب کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور ونیول شو او شپږ میاشتې وروسته خوشی شو.

قیصاري او هغه ته وفادارو ځواکونو څو میاشتې وړاندې په مزارشریف کې له امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته هم وکړه چې وروسته یې امنیتي ځواکونو د نیولو عملیات وکړل، خو ونه نیول شو او څه موده وروسته په خپله یوځل بیا په مزارشریف کې راڅرګند شو.