ښځه او اقتصادي پیاوړتیا

صبح کابل
ښځه او اقتصادي پیاوړتیا

لیکوال: نصیراحمد ابراهېم‌خېل
افغاني ټولنه: په اوسنیو شرایطو کې په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو فعاله ګډون د اهمیت وړ دی، ټولنه هغه وخت پرمخ تللې شي، چې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو ګډون په پام کې ونېول شي؛ که څه هم په سیاسي نړۍ کې اوس هم ډېری برخه واکمنان او قانون پوهان سړي او د اقتصادي ژوند د مدیریت چارو سمبالي دي. د طالبانو حکومت له رانسکوریدو وروسته ښځو له سړیو سره یو ځای په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه واخیسته؛ افغانستان هغه هېواد دی چې اقتصاد یې سنتي، او دمډرن کېدو په لوري روان دی، دا لړۍ باید په داسې ډول سمبال شي؛ چې د اقتصادي زیربناوو پرمختګ په خوځښت راولي. یاده برخه په داسې ډول تیاره شي چې له اوس څخه نېولې تراوږد مهاله پورې په ټولنه کې تحولات او بدلون رامنځ ته کړي؛ له دې ډلې څخه په ټولنېزو زیربناوو کې د ښځو ګمارنې دي. دا ښکاره خبره ده چې ښځې په ټولنېز ژوند کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دي؛ خو په دې وروستیو کلونو کې بریالۍ شوي چې خپله ونډه د افغانستان په اقتصاد کې څرګند او په ډاګه کړي.
نړۍ: ټوله نړۍ کې د ښځو او سړیو ترمنځ کاري تبعیض شتون لري؛ ښځې د سړیو په پرتله په ټولو کاري برخو کې لږ درامد لروونکي دي، هغه ښځې چې ډېری هېوادونو کې کار کوي په ټولو کاري ساعتونو کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه پورې مزد کم دی، په منځنۍ کچه په پرمختیایي او پرمختللو هېوادونو کې دوه، درې ساعته هره ورځ پرته له مزد څخه اضافه کارکوي. د نړۍ په نیمایي هېوادونو کې د ښځو د امیندوارۍ لپاره ۱۴ اوونۍ په پام کې نېول شوي دي؛ دوي نېوکه کوي چې په کور کې کار کول وخت نیوونکی، ستومانه کوونکی؛ خو وړیا دی او د هېواد په کورني ناخالص تولېداتو (GDP) کې نه شمېرل کېږي، په کليو او بانډو کې هم ښځې له نرانو سره اوږه په اوږه کار کوي؛ له بده مرغه باید ووایو چې امتیاز یې سړیو ته ورګرځي او د ښځو ونډه له پامه غورځول کېږي.
زده کړه: په اوسني وخت کې د ښځو د ښوونې او روزنې برخه د سړیو په پرتله وروسته پاتې ده؛ چې د غه تبعیضي چلند په ملي او ټولنېزې هوساینې بد سېورې غوړولې دی، زده کړه له ټولنېزې هوساینې سره مستقیمه اړېکه لري، د ښځو لوستي کول د مور او ماشوم د مړني کچه راټېټولی شي، کله چې یوه ښځه لوستي وي هغه کولای شي د امیندوارۍ څخه وړاندې تدابیر، د ماشومانو ژوندي پاتې کېدل او کورني ژوند ته هوساینه ور په برخه کړي.
هر څومره چې د یوې ټولنې ښځېنه برخه لوستې شي، هغومره به په سیاسي او اقتصادي مشارکت کې تله درندیږي؛ خو په افغانستان کې د ښځو مشارکت د زده کړې په لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دوره کې ورځ تر بلې د کمېدو په لوري درومي. اساسي ستونزه دا ده کله چې له ښوونځیو، پوهنتونو او نورو علمي مرکزنو څخه هر کال په زر ګونه انجونې د بري سند ترلاسه کوي، د کاري بازار نه شتون لوی سرخوږی دی؛ دولت د ټولنې په لوستي کولو ډېرې پیسې لګوي، پایله دا کېږي چې هغه لوستې نجونې په کور کیني، د افغانستان دولت د ناوړو دودونو د له منځه وړولو لپاره باید د پوهنې لپاره یو هدفمند پروګرام جوړ او پلې یې کړي، چې د ښځو د فارغېدلو وروسته په مستقیمه ټوګه د کار بازار ته ور دننه شي.
اوس پوښتنه دا ده چې؛ د افغانستان په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو حضور ته څه اړتېا ده؟ یا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي مشارکت لپاره انګېزه څه ده؟ په ځواب کې باید ووایم چې ګډ کاري بازار کې د ښځو انګېزې سره توپیر لري؛ چې په بېلابېلو ټولنو کې کله ګډ او په تضاد کې واقع کېږي؛ د نظر خاوندان په دې اند دي: چې دوه انګېزې د دې باعث شوي؛ رواني او اقتصادي انګېزې چې ښځې کار کولو ته زړه ښه کړي.
اقتصادي انګېزه: مطالعات او د ترسره شوې څېړنې له پایلو څخه داسې څرګندیږي، چې د کار کولو لپاره د ښځو دلیل یواځې په افغانستان کې نه؛ بلکې په ټولو انساني ټولنو کې مالي خپلواکي ده، په هغه کورنیو کې چې مالي وضعیت ښه نه وي او په ځانګړې ډول په ټولنه کې د ټېټې برخې خلک چې کورني لګښتونه یې ډېر او درامد کم دی، بیا په دې صورت کې ښځې مجبورې کېږي چې له کور څخه د باندې دنده تر سره کړي.
کورنیو کې اقتصادي کمزورې ډېرې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د باندې کار وکړي، که خوښه یې وي که نه وي باید له خپل خاوند سره د مادي خلا د ډکولو لپاره کار کولو ته راودانګي، که څومره هغه کار سخت او مزد یې کم هم وي، داسې ښځې شته چې کونډې، طلاق یا یې خاوند د کار کولو توان نه لري، ممکن څو ماشومان ولري د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره مجبورې دي چې کار وکړي. د ښځو کار کول په دولتي اداراتو کې نورې انګېزې هم درلودلې شي، د افغانستان ښځې په دې وروستېو کې چې د نظام له عمر څخه ۲۰ کاله تیریږي، له سړیو سره اوږه په اوږه د هېواد پرمختګ او هېوادنۍ مېنې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي دي.
ښځې انساني سرچېنه ده کابو د نړۍ نیمه برخه نفوس او کاري برخه تشکیلوي او د دوی مشارکت په کاري ځواک کې د هېوادونو په اقتصادي وده کې هر اړخېز رول لوبولی او پر ټولنېزو او اقتصادي پرمختګونو باندې په مستقیمه توګه اغېزه لرلی شي؛ چې په ټولو انساني ټولنو کې بنسټېز تحول رامنځ ته کوي،
په افغانستان کې له نړۍ سره په پرتله ویلی شو، چې دلته د ښځو ونډه په دولتي او غیر دولتي سازمانو کې پیکه ده، دا ځکه چې د لته ګڼ شمېر خلک ټولنېز نزاکتونه نه مراعاتوي، ځورونې له حد څخه ډېرې دي، په افغاني ټولنه کې ځېنې خلک ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري. ډېرې په مالدارۍ، کرنې، غالیو اوبدلو، خامک دوزيو بوختې دي؛ چې له دې لارې د خپل ژوند لومړیتوبونه پوره کوي، داسې ښځې په افغانستان کې شته چې د کورنۍ سیوری(خاوند) له لاسه ورکړې، مجبور دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار وکړي؛ د افغاني ټولنې له څېړلو به دا موږ ته جوته شي؛ چې ښځې سربېره پر رسمي دندو په کورونو کې هم بوختې دي، په عامه اصطلاح خپل ماشومان روزي، کور پاکوي، پخلې کوي او دې ته ورته په سلګونه کارونه؛ چې په بدل کې هیڅ ډول مزد نه ترلاسه کوي. تراوسه د ښځو د اشتغال څخه کره مالومات او اطلاعات نه شته؛ حتی د نړېوال بانک احصایه په دې اړه نېمګړې ده، خو بیا بل لور ته د افغانستان د پانګه والو ملاتړ اداره(آیسا) وایي ښځې له ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېرې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې.
د ښځو سیاسي او اقتصادي مشارکت پیاوړی او لوستې شي، څومره چې د ښځو په زده کړه پانګونه وشي هغومره ټولنې د هوساینې په لور ځي، ښځې دي چې ټولنه بدلوي، یو ماشوم روزي او بیا یې ټولنې ته ډالۍ کوي، په دې مانا ده چې ټولنه هوساینې او مډرن کېدلو لوري ته ځي؛ دغه مسئله د برعکس کېدو په صورت کې ټولنه له سخت ناورین او ګډوډۍ سره مخ کوي ښه به دا وي چې ښځو ته د انسان په سترګه وګورو، ښځه زما او ستا خور، مور او مېرمن ده.