په ۲۸ ولایتونو کې ۵،۵ میلیون جرېبه څړځایونه ثبت شوي

نجیب مایار
په ۲۸ ولایتونو کې ۵،۵ میلیون جرېبه څړځایونه ثبت شوي

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي د دغه وزارت د څړځایونو د سروې، په نښه کولو او ثبت د بهیر له پيل څخه تراوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ میلیونه او ۵۲۲۴۱۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، په نښه کولو او ثبت په لړ کې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې په ۱۵ ټوټو کې ۱۰۰ زره او ۷۴۷ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند صبح کابل ورځپاڼې ته وویل د څړځایونو د سروې او ثبت  موخه داده چې څړځایونه سروې او د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې ثبت شي او له  څړځایونو څخه معقوله او ګټوره استفاده وشي ، ترڅو په هېواد کې  د مالدارۍ د ودې، اقتصادي ځان بسیاینې او خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

نورستان د سمور او ښکلي طبیعت په لرلو سره د مالدارۍ له پاره مناسب ځای بلل کیږي. د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وایي د څړځایونو د سروې، په نښه کولو او ثبت په لړ کې یې په دغه ولایت کې هم له ۱۳۶۰۰۰ جریبو ډېر څړځایونه ثبت کړي دي.

د ښارجوړولو وزارت وایي :« په نورستان کې تراوسه په ۱۰۱ ټوټو کې ۱۳۶۴۸۳ جریبه څړځایونه  د دغه وزارت د سروې ، ثبت او په نښه کولو په بهیر کې ثبت شوي دي.»

همدا راز نورستان ته نیژدې په ننګرهار ولایت کې هم څه باند ۹۰۰۰۰ جریبه څړځایونه په دې موخه ثبت شوي چې د یوې عامه شتمنۍ په توګه ترې معقوله استفاده وشي او د هغه د غصب مخه ونیول شي.

 د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رسنیو دفتر د مالوماتو له مخې په ننګرهار کې تراوسه په ۲۲ ټوټو کې   ۹۰۲۰۹ جرېبه څړځایونه سروې او ثبت شوې دي.

 د غیر رسمي شمېرو له مخې افغانستان شاوخوا ۳۰ میلیون هکتاره طبیعي څړځایونه لري چې د هېواد نیژدې نیمه برخه جوړوي.

څړځایونه ملي شتمني او د مالدارۍ د ودې اصلي او اساسي زیربنا بلل کیږي.

 که څه هم د جګړې له کلونو مخکې د څړځایونو له پاره ډېرې سیمې مشخصې شوې وې، خو د جګړې په کلونو کې ډیر دا څړځایونه زیانمن شول.

حکومتونه مکلفیت لري چې څړځایونه سروې او ثبت کړي او د اړتیا په صورت کې پکې د بیلابیلو وښو تخمونه وشیندي.

د هېواد په ډیرو سیمو او په تیره سویل کې د څړځایونو ډېره برخه د وچکالۍ او نورو عواملو له امله له منځه تللې او یا هم د له منځه تلو په حال کې ده.

د افغانستان ډېر څړځایونه چې تراوسه هم پرخپل حال پاتې دي  په  پامیر، شمالي او مرکزي سیمو کې دي.